ضمير زما تازه شي او وجـــــــــــــــــــــدان زما تازه شي

اشنا چې تاته وګـــــــــــــــــــــــــــورم ايمان زما تازه شي

چې وخاندې راوګــــــــــــــــــــورې مسکی شې راته ګله

د زړۀ پۀ باغيچه کې ټول ګلان زمــــــــــــــــــــا تازه شي

چې ستا پۀ غم کې وژاړمه ســـپينې اوښکې توی کړم

نظر زما تازه شي او ګــــــــــــــــــــــــــرېوان زما تازه شي

راځه جانانه نن د رقيبانو مخ کې راشـــــــــــــــــــــــــــــــه

چې بيا د لېونۍ مينې داســــــــــــــــــــتان زما تازه شي

چې کله فاطمي يمه غــــــــــــــــــــــمجن ياران خـــفه وي

چې کله شــم خوشـــــــــــــــــــــاله نو ياران زمـا تازه شي