د عربو د ښار اوسېدونکو خلکو دا عادت ؤ چې خپلو اولادونو ته به يې صحرايي خلکو نه دايي (شيدې ورکوونکې ښځې) نيولې ، تر څو هغوی لۀ ښاري مرضونو نه سالم پاتې شي،اندامونه يې پياوړي،اعصاب يې مضبوط وي او پۀ زانګو کې فیيحه عربي ژبه زده کړي ، نو د همدې عادت پر بنا عبدالمطلب هم د خپل لمسي لپاره دايه لټوله ، او بالاخره يې د بني سعد ين بکر کورنۍ يوه ښځه چې حليمه بنت ابي ذويب نومېده د هغۀ لپاره دايه ونيوله ، د حليمې مېړۀ حارث بن عبدالعزی نومېدۀ ، کنيه نوم يې ابو کيشه ؤ او لۀ همدې قبيلې (بني سعد بن بکر) څخه ؤ .
هلته د رسول اکرم (ص) رضاعي خويندې او وروڼه دا ؤ: عبدالله بن الحارث ، انيسه بنت الحارث ، حذافه او يا جذامه بنت الحارث (لقب يې شيما ؤخو همدا لقب يې تر نامۀ زيات مشهور ؤ نوموړې به رسول الله (ص) پۀ غېږ کې ګرځاوه) او ابوالسفيان بن الحارث بن عبدالمطلب چې د رسول الله (ص) د ترۀ زوی هم کيږي د حليمې لۀ طرفه د رسول الله (ص) رضاعي ورور دی.
د رسول کريم (ص) ترۀ حمزه (رض) هم له رسول الله (ص) نه مخکې د بني سعد بن بکر پۀ قبيله کې ؤ ، يوه ورځ د حمزه (رض) رضاعي مور هم رسول الله (ص) ته شيدې ورکړي دي نو پۀ دې اساس حمزه (رض) لۀ دوو خواوو نه د رسول اکرم (ص) رضاعي ورور ؤ ،يو د ثوبيې لۀ خوا نه او بل د همدې ښځې لۀ پلوه. د رضاعت پۀ دوران کې حليمې د رسول اکرم (ص) داسي برکتونه ليدلي چې بالکل ورته حيرانه وه، راځئ پۀ دې هکله يوه کيسه خپله د حليمې لۀ خولې نه واورو :
ابن اسحاق وايي : حليمې به ويل : زۀ لۀ خپل مېړۀ او کوچني زوی چې شيدې مې ورکولې د بني سعد کورنۍ لۀ يوې ډلې ښځو سره لۀ کوره پۀ دې نيت ووتلو چې د شيدو ورکولو لپاره ماشومان پيدا کړو . وايي : دغه کال ډېر وچ ؤ ، موکږ ته هيڅ هم نۀ ؤ را پاتې ، وايي: پۀ دې سفر کې زۀ پۀ خپله سپينه خره سپره وم زمونږ سره يوه زړه اوښه هم وه چې هيڅ شيدې يې نۀ کولې ، ماشوم مو هم ډېر وږی ؤ ، ټوله شپه مو ددۀ د لاسه خوب نۀ درلود ځکه لۀ لوږې به يې ژړل ، زما پۀ تيو کې هعم څۀ نۀ ؤ او اوښې هم دومره شيدې نۀ کولې چې ددۀ بس شوې وې ، خو دا تمه مو درلووه چې باران به وشي او لاس به مو لږ ازاد شي .
لنډه دا چې زۀ پۀ همدې خره سپره وم ، خو هغه د ډېرې کمزورۍ لۀ امله به پۀ ځای ودرېده، دومره ورو ، ورو تلو چې د کاروان ټول ملګري ورنه پۀ تنګ شول ، پۀ هر ترتيب چې ؤ مکې ته ورسېدو هلته مو ماشومان کتل ، رسول الله (ص) زمونږ د کاروان ټولو ښځو ته وړاندې شو ، خو کله به چې خبرې شوې چې دا يتيم دی نو نه به يې اخيست، ځکه مونږ خو دا غوښتل چې د ماشوم پلار به راسره مرسته کوي ، نو دا چې يتيم دی مور او نيکۀ به يې څۀ راسره وکړي؟ نو لۀ همدې کبله هيچا هم وا نۀ خيست ، پۀ پای کې ټولو ښځو ماشومان پيداکړل ، خو زۀ يوازينۍ ښځه وم چې ماشوم مې نۀ ؤ اخيستی ، او کله مو چې د راستنېدو اراده وکړه خپل مېړۀ ته مې وويل :زما ټولو ملګرو ماشومان واخيستل دا د ځان لۀ پاره شرم ګڼم چې بيرته تش ﻻس ستنه شم ، قسم پۀ خدای (ج) ورځم او همدا يتيم ماشوم لۀ ځان سره اخلم، مېړۀ مې وويل : بده نۀ ده ، کيدای شي الله تعالی هغه راته د برکت سبب کړي . حليمه وايي : لاړم ، هغه ماشوم مې لۀ ځان سره راوست ، کله مې چې تي ته واچاوۀ يو ځل مې پۀ تيو کې شيدې راپيدا شوې ، هغه موړ شو ، بيا يې ورور هم دومره شيدې ورودلې ترڅو هغه هم موړ شو ، بيا ويدۀ شو پۀ داسې حال کې چې لۀ دې نه مخکې نۀ دۀ خوب درلود او نۀ مونږ ورنه ويدۀ کيدای شو ای، مېړۀ مې پاڅېد چې هغه زړه اوښه راولوشې کۀ ګوري چې غولانځه يې ډکه ده ، را ويې لوشله دومره شيدې يې وکړې چې دواړه ښۀ ورباندې ماړۀ شوو ، دا شپه مو ډېره پۀ خير او آرامۍ سره تېره کړه ، وايي : سهار مې ميړۀ راته وايي : پوه شه ای حليمې! قسم پۀ خدای(ج) چې تا ډېره مبارک روح اخيستی ده ، حليمه وايي : ما ورته وويل: زۀ لۀ الله تعالی نه همدا غواړم ، وايي: بيا مو حرکت وکړ ، زۀ پۀ خپله خره سپره شوم هغه ماشوم مې هم راسره واخيست . قسم پۀ خدای (ج) چې دا خره داسې ګړندۍ تله چې يوه خره هم نشوه پسې رسېدلی تر دې چې ملګرو مې راته وويل: ای د ابي ذويب لورې! په مونږ لږ مهرباني وکړه ، ايا دا هماغه خره ده چې لۀ هغه بل طرف نه پرې راغلې ؟ ما ورته وويل : هو دا هماغه خره ده ، نو دوی راته وويل : چې حتما څۀ خاصه خبره شته، بالاخره خپلې مېنې ته راورسېدو ، او دغه وخت له دغه ځای نه بل ځای زيات وچ او قحطۍ ځپلی نۀؤ ، خو کله مو چې دا مبارک ماشوم لۀ ځان سره يووړ، لۀ همغې ورځې نه به زمونږ مېږې مړې او غولانځې به يې له شيدو ډکې وې ، لوشلې به مو او شيدې به مو خوړلې ، دا پۀ اسې حال کې چې د نورو مېږې ټولې وچې وې ، د چا کره يو څاڅکی شيدې هم نۀ وې ، ان تر دې چې نورو خلکو به خپلو شپنو ته ويل: چې تاسې هم مېږې پۀ هغه څر ځای کې څروئ چېرته يې چې د بنت ابي ذويب شپون څروي ، د هغوی مېږې به وږې او نرۍ بېرته راتللې ، يو څاڅکی شيدې يې هم نۀ کولې خو زما مېږې به مړې او لۀ شيدو ډکې راتللې، پۀ همدې ترتيب سره همداسې د خير او برکت راته مخه وه تر څو د محمد (ص) دوه کاله پوره شول ، او لۀ شيدو نه مې بيل کړ ، دا مبارک به د نورو ماشومانو پۀ نسبت ژر ژر لوئيدۀ ، پۀ دوه کلونو کې هغه تکړه او پياوړی هلک شو ، حليمه وايي: بيا مو هغه خپلې مور ته وروست ، خو آرزو مو دا وه چې نور هم لۀ مونږ سره پاتې شي ، ځکه د هغۀ برکتونه مو وليدل ، مور ته مو يې وويل: زوی دې څۀ موده نور هم لۀ مونږ سره پريږده ، تر څو لوی شي ، زۀ وېرېږم چې دا پۀ مکه کې ګډه شوې وبا زيان ور ونۀ رسوي ، حليمه وايي: تر هغه هملته ورسره ؤ ، تر څو يې مور پۀ دې راضي شوه چې بيرته يې لۀ مونږ سره واستوي.