ياره ځان ســــــــــــــــــــره خبرې کړمه جوړې
خو چې تاته مخامخ شـــــــــمه ګونګی شم
کله کله دې غـــــــــــــــــم دومره زورور شي
خپل حواس لۀ لاسه ورکړم لېونی شــــــــم
ما او تا سره يو ځای يو سره خــــــــــــپل يو
چې رقيب پۀ منځ کې راشي نو پردی شم
چې تا نۀ وينمـــــــــــــــه ټول خزان خزان يم
چې تا ووينم تازه شم پســـــــــــــــــرلی شم
ستا نازونو اداګانو نه قربان شـــــــــــــــــم
ستا د مينې لۀ نظر نه ســـــــــــــــپېلنی شم
پۀ ترخۀ نظر اشـــــــــــــــنا (فاطمي) وژنې
پۀ خواږۀ نظر دې بيرته را ژوندی شـــــــــم
08.12.2009
- سيدجمال الدين فاطمي
د عربو د ښار اوسېدونکو خلکو دا عادت ؤ چې خپلو اولادونو ته به يې صحرايي خلکو نه دايي (شيدې ورکوونکې ښځې) نيولې ، تر څو هغوی لۀ ښاري مرضونو نه سالم پاتې شي،اندامونه يې پياوړي،اعصاب يې مضبوط وي او پۀ زانګو کې فیيحه عربي ژبه زده کړي ، نو د همدې عادت پر بنا عبدالمطلب هم د خپل لمسي لپاره دايه لټوله ، او بالاخره يې د بني سعد ين بکر کورنۍ يوه ښځه چې حليمه بنت ابي ذويب نومېده د هغۀ لپاره دايه ونيوله ، د حليمې مېړۀ حارث بن عبدالعزی نومېدۀ ، کنيه نوم يې ابو کيشه ؤ او لۀ ه...
08.12.2009
- سيدجمال الدين فاطمي
ډېرو پخوانيو يوناني طب پوهانو دا خبره کړې وه چې ږيره لاندې ګټې لري :
١: د سړيو لۀ پاره يو ستر زينت او ښکلا ده ! پۀ دې مانا چې کۀ يو انسان ږيره پرېږدي ښکلا يې څو برابره زياتيږي ، ځکه چې دغه د ږيرې ښکلا هغه مهال سړي ته جوتيږي چې کله يو سړی کوڅا (هغه چې پۀ مخ وېښتان نۀ لري) وويني نو ليدونکي ته به جوته شي چې ږيره د نارينه لۀ پاره څو...