١: د ټوکې خبرې د ځان عادت مۀ جوړوه.

٢: د خلکو پۀ مخ کې خلک مۀ خجالت کوه .

٣: يوه خبره پۀ بل باندې مۀ بوج کوه .

٤: د خنديدونکو خبرو څخه ځان وساته .

٥: خپل ځان د ښځو پۀ شان مۀ جوړوه .

٦: دخپل ځان صفت او د خپل اهل صفت چا ته مۀ کوه .

٧: هر وخت د خپلو زامنو مراد مۀ پوره کوه .

٨: خپله ژبه وساته .

٩: د خبرو پۀ وخت کې خپلو لاسونو ته ټک مۀ ورکوه .

١٠: د هر کس عزت وساته .

١١: د مړي بدي مۀ بيانوه ځکه چې ګټه نۀ لري .

١٢: چې توان لرې جنګ ته غاړه مۀ ږده.

١٣: پۀ کارونو کې تلوار مۀ کوه .

١٤: چا چې وپېژندلې هغه وپېژنه .

١٥: د غوسې پۀ وخت کې د هوښيارتيا خبرې مۀ کوه .

١٦: د لمر د راختلو پۀ وخت کې سيوري ته ودرېږه .

١٧: کله چې پۀ لاره روان وې نو ښي او چپ خواته مۀ ګوره بلکې خپلې لارې يعنی خپلې مخې ته ګوره .

١٨: چې وس دې وي پۀ اوښ مۀ سورېږه.

١٩: د مېلمه پۀ مخ کې مۀ پۀ قهر کېږه .

٢٠: پۀ مېلمه کار مۀ کوه .

٢١: لۀ فارغانو او وزګارو خلکو سره د محلونو پۀ سر مۀ کېنه .

٢٢: د لېونيانو او مستانوسره خبرې مۀ کوه .

٢٣: تکبر او بداخلاقي مۀ کوه .

٢٤: د خلکو دښمني خپل ځان ته مۀ راوړه .

٢٥: پۀ هره ګټه او تاوان کې خپل عزت مۀ بايله