نن کۀ لباس مې دی زوړ شوی مخ دې مۀ ګرځوه
زړۀ مې د هجر لـــــــــمبو سوی مخ دې مه ګرځوه
پاکه کيسه به درته وکــــــــــــړم شرم څۀ له کووم
مــــــــــا خو پۀ تا زړګی بايللی مخ دې مۀ ګرځوه
چې مـدام کاڼي پرې وريږي ليونی ګـــــــرځيږي
دا ســـــــــــــــتا غمونو کړولی مخ دې مۀ ګـرځوه
ريباره ورشـــــــــه ورته وايه چې (خزان) ويل دا
سبا مې نيت د ديدن کړی مخ دې مۀ ګــــــــرځوه