سيد المرسلين حضرت محمد (ص) د بني هاشم پۀ شعب (مېنه) کې ، د دوشنبې پۀ سهار چې د ربيع الاول  نهمه نېټه وه نړۍ ته سترګې وغړولې . دغه وخت د فيل لۀ پېښې نه يو کال او د کسری او نوشيروان د پاچايي څلويښت کاله تېر شوي ؤ ، د ستر عالم محمد سليمان المنصور فوري او ملکي محقق محمود باشا د تحقيق پۀ اساس دا تاريخ د (٥٧١م) کال د اپرېل  د مياشتې لۀ شلمې او يا دوه ويشتمې نېټې سره سمون خوري .

ابن سعد روايت کوي چې : د رسول الله (ص) مور وايي : کله چې هغه (ص) وزېږېدۀ نو زما لۀ جسم نه يو نور ووت چې د شام قصرونه يې روښانه کړل ، احمد هم عرباض بن ساريه نه دې ته ورته يو روايت نقل کړی دی .

ځينې روايتونه وايي چې د نيکمرغه ميلاد پۀ وخت کې ځينې  ارهاصات ( د نبي لۀ بعثت نه مخکې ځينې خارق العاده پېښې ) واقع شوي ؤ ، وايي د کسری د قصر څوارلس کنګرې راولوېدلې . د مجوسو آتش کده چې  نمنځنه به يې ورنه  کوله مړه او سړه شوه ، د ساده بحيره وچه شوه او پۀ شا او خوا کې يې موجودې کليساګانې راپرېوتې ، دا روايتونه بهيقي رانقل کړي دي ، خو محمد الغزالي يې نۀ مني .

کله چې لۀ مور نه پيدا شو ، نو مور يې عبدالمطلب ته څوک ولېږل چې د لمسي زېری ورکړي ، عبدالمطلب خوشاله راغی خپل لمسی يې پۀ غېږ کې واخيست او کعبې شريفې ته يې داخل کړ، د الله تعالی شکرون يې ادا کول ، دعا يې کوله او نوم يې محمد (ص) ورباندې کېښود، هغه وخت د محمد نوم پۀ عربو کې شهرت او رواج نه درلود ، او د عربو د عادت تر مخ يې پۀ اوومه ورځ سنت کړ.

د رسول الله (ص) په مور پسې لومړنۍ ښځه چې دۀ مبارک ته يې شيدې ورکړي دي ثوبيه نومېده چې د ابولهب وينځه وه. ثوبيې هغه وخت خپل زوی مسروح ته هم شيدې ورکولې ، او همدې ثوبيې لۀ دې نه مخکې حمزه (رض) ته هم شيدې ورکړي دي ، او پۀ دې پسې يې ابو سلمه بن عبدالاسد المخزومي ته هم شيدې ورکړي دې .