کۀ مو ديو قوم د ازادۍ جاج اخيستلو نو مطبوعاتو ته يې وګورئ، چې د ټولنې افراد د خپل ملک او قوم د برخليک پۀ ټاکلو کې د خپلو خيالاتو څومره تعبير کولی شي؟
وګورئ چې پۀ ټولنه کې خو (استعمار) حاکم نۀ دی . وګورئ چې پۀ مطبوعاتو کې خو ټول قوم ته د احمق ګومان نۀ دی شوی او يوازې څو کسان خو د هوښيارۍ ټيکه نۀ ده اخيستې؟
وګورئ چې د قوم پۀ خولۀ خو پلستر نۀ دی لګول شوی؟
وګورئ چې د قدرت خاوندان د ورځپاڼو پۀ پاڼوکې يوازې خواږۀ غواړي کۀ نه د ترخو اورېدلو او لوستلو ته هم تيار دي؟
وګورئ چې کوم صيب ته دا ويل کيدای شي چې دا دې له کومه کړه، کۀ نه هر څۀ د خپل پلار ،نيکۀ نه پاتې شوی ميراث ګڼي ؟
وګورئ او سترګې وغړوئ چې د ټولنې سترګې (ليکوال) خوړندی نۀ دی ؟ چا خو په سرو او سپينو نۀ دی پټۍ کړی او د چا ګوډاګي توب ته خو يې ملا نۀ ده تړلې ؟
حق ته باطل او باطل ته خو د حق جامه نۀ وراغوندي ؟
وګورئ چې په دوی کې بينا سترګې خو څوک بوټې نۀ وباسي او د حق د ليکنو پر مخ خو د مجلو او ورځپاڼو ورونه نۀ دي تړل شوي؟
وګورئ او ښۀ وګورئ چې د جګجګۍ د خاوندانو پۀ مخونو چا خاورې شيندلي او کۀ نه د خپلې مداحۍ لۀ پاره يې د مجلو او اخبارونو کنجۍ ورسپارلې دي؟
وګورئ چې ولس خو پۀ خاورو کې نۀ لوغړيږي او د اسلامي حکومت د جوړولو داعيان خو پۀ بنګلو کې نۀ اوسيږي او بيا دې ته خو په مطبوعاتو کې د عمري عدالت لقب نۀ ورکول کيږي ؟
او چې تاسې څومره ګورئ او سترګې غړوئ ، هومره به درته د ولس د آزادۍ معلومات کيږي ، خو ما چې څومره پۀ وېره وېره سترګې غړولي او چېرته مې د کتو هڅه کړې ده ، نو همدا مې اورېدلي دي چې يا به خواږۀ اورې او يا به چوپ کېږې ، ترخۀ خو لۀ ځان سره وساته .
آخر د خدای (ج) پۀ لحاظ، دومره هم نۀ شو وېلی چې پۀ روسي روبلو شهيد جوماتونه مۀ جوړوئ؟
حالاتو نه هسې ماشوړه جوړه شوې او زما پۀ خيال د ماشوړې سر همدا دی چې خلک صرف غواړي او مونږ لا اوس هم پۀ ډډ کې تريخي ګرځوو.