بي دينه ، بې غـــــــــــــــــــــيرته ، بې فرهنګه ککرۍ
پۀ مونږه حـــــــــــــــــــــــاکمانې شوې بدرنګه ککرۍ
عــــــــــــــــزت يې د تور سرو د وطن پۀ پردو خرڅ کړ
قابل د پرې کـــــــــــــــــــــــېدو دي دا بې ننګه ککرۍ
ژوندي خورې، دامنمه ! خو مونږ نشې هضمولای
ډېر ژر به درنه غوڅه کــــــــــــــــــــــــــړو نهنګه ککرۍ
يوه لاره ده پاتې نورې لارې بندې شـــــــــــــــــــــــوي
پۀ تېښته کۀ دې ووېســــــــــــــــــــــته لۀ جنګه ککرۍ
وينا د ستانيکزي واوره پۀ خلاص غوږ غليمګيه!
دا ځل به دې شـــــــــــــــــــــــي لاندې لۀ ګړنګه ککرۍ