دژوندلار
هريوځوی مو اسمعيل دئ،ابراهيم دلته هرپلاردی
هريو ځوان زمونږ منصوردی،په خنداتللی ترداردی
زمونږ هره لورملاله،هره پيغله مو ناهيد ده
هريو نوم دغيرتونو،هر يونوم دافتخار دی
افغان نوم دسر ښندنو،افغان نوم دی دوياړونو
پدې نوم کې موعزت دی،پدې نوم کې زمونږوياړدی
دمجنون مينه ليلاده، دافغان مينه وطن دی
تر ليلا مجنون جاريږي، خوافغان تروطن جاردی
زه قيام پدې وياړيږم، چې مې خدای پيدا افغان يم
افغانيت مې دژوند برخه، افغانيت مې دژوندلاردی
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
02.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
ټپیزی
امرالدین سرحددکونډې ځوی په پښوپڼی ويدکمیسه تڼی یې دری ويشونډي نري سترګي یې شنۍ ويڅڼې په اوچلی راخورۍ ويداتڼ مینځ کې تاویده مینه شومهسپرغی دمینی تکی سری شويپه کلی کور کې آوازی شويهمزولو مینځ کې ګونګوسی شويدکونډی سترګي په ماسری شويله دی پردیو پړپړونه ستړی شومهسبا به جوړی مرکی شیمورجانه لږ بې حوصلی شیګوندی دلمروړانګی لږی سری شیدمیلم...
06.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
کاکړۍ غاړې
سزا را د زړه د خلاصه
مړ مې مې که د خپله لاسه
د بیلتون تیره چاړه
مه ږده زما په مین زړه
وطن جار دې در په در کړم
د بیلتون په لاس دې ورکړم...