کاکړۍ غاړې
سزا را د زړه د خلاصه
مړ مې مې که د خپله لاسه
د بیلتون تیره چاړه
مه ږده زما په مین زړه
وطن جار دې در په در کړم
د بیلتون په لاس دې ورکړم
زه نیولی یم ساړه
تا په ما خور نه کی سالو
تا به نه رسوا کوم
په زړه به لویه تیږه ږدم
بس که ولې راته ژاړې
زړه مې درکړو نور څه غواړې
نورې دې نه منم زارۍ
پټه خولو کښینه شینحالۍ
په زړه مه پریږده ارمان
نن را ماتله کړه جانان
په زړه یار په خولو دې ورور کړم
ځان دې سپین کی زه دې تور کړم
درته اوړې مې دماغ
همیش په ما وایې درواغ
ستا په مخ باندې دانې
جوړه جوړه شوې زرغونې
تورې زلفې دې کمڅۍ
په اوږو واړوه نرۍ
سر زما په څنګل کیږده
لاس مې غاړې ته در پریږده
نه دې وژنم نه دې خورم
په ناز ادا دې تخنوم
درته راغلم په ځنګو
اثر مې نه کاوو ګیلو
زه د مرګه نه ډاریږم
سمدستي غیږ ته درلویږم
نه اثره منم ته تمه
یم مین دیدن کومه
د چا څه پروا لرم
له سره تیر یم
که راځې په خپله راسه
ما په بل مه خطاباسه
چپه لور په لور اوربل که
دا پردی زړه مې در خپل که
ستا کوڅې ته یم راغلی
وطنجار په زړه ویشتلی
ما به جوړ وی شور او شر
خو په ماګران دی ستا خاطر
د یارۍ نښې پخې
درکوم تاته ګلدستې
سعیدخان مې دی اشنایه
سلامونه مې پرې وایه
ستا له غمه شین خالۍ
صاحب جان وایم کاکړۍ