ګریوان
امرالدین سرحد
لوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی
نه یې پیژنم خوځوي دیوافغان دی
داشوکاری خرین مخ ته یې څی ګوري
دی په ګیډه وږی ناست غم یې دځان دی
چاودي پوندي ان دلاس زخمونه یې ښکاري
غم لړلی جنګ وهلی پریشان دی
خپل وطن کې بی وطنه مهاجرشو
دژوند پیټی یې په لاس کې اوس حیران دی
چا ته خلاصه کړی دغم غوټه ای خلکو
کوڼ او ړوند ته په ژړا هم په فغان دی
دواړه سترګي یې له اوښکو ډکي پکي
دی دحق خبري کاندی په ایمان دی
نه به وچی شی دا اوښکي ددي سترګو
ترهغوڅی دجګړی دلته مکان دی
06.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
کاکړۍ غاړې
سزا را د زړه د خلاصه
مړ مې مې که د خپله لاسه
د بیلتون تیره چاړه
مه ږده زما په مین زړه
وطن جار دې در په در کړم
د بیلتون په لاس دې ورکړم...
08.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
نوی غزلنشه،نشه سندرې مې په خيال کې ګرځيدېبېګاه راپسې کور ته وه راغلي ميخانهزنګيږم له بوسې نه په سکڼي،سکڼي ماښام کېدرياب،درياب مې زړه ته بهيدلي ميخانههر څومره که شور دی د پيالو د ماتيدوپه غيږ کې د ريندانو خوبولي ميخانهشرابو کې لندې وې د غزلو جينکۍکوم ژڼي وه په لپو،لپو څښلي ميخانه
همځولي ده د نور او د...