ټپیزی
امرالدین سرحد
دکونډې ځوی په پښوپڼی وي
دکمیسه تڼی یې دری وي
شونډي نري سترګي یې شنۍ وي
څڼې په اوچلی راخورۍ وي
داتڼ مینځ کې تاویده مینه شومه
سپرغی دمینی تکی سری شوي
په کلی کور کې آوازی شوي
همزولو مینځ کې ګونګوسی شوي
دکونډی سترګي په ماسری شوي
له دی پردیو پړپړونه ستړی شومه
سبا به جوړی مرکی شی
مورجانه لږ بې حوصلی شی
ګوندی دلمروړانګی لږی سری شی
دمیلمنوو ډډی تودی شی
څی زما دبخت غوټه په ګوتو خلاصه وینه
خدایه پاک نیت لرم پخوانه
څی مور خپه نشی له مانه
یمه غوټی ښکارم له ورانه
اغزی تیره دی شاوخوانه
نظر می نکړی څی غوټی به پاتی شمه
دواده شپه څه ښایسته شپه وه
پیغلوپه شونډو دنداسه وه
زما د همزولو مرکه وه
هغه کیسه څومره خوږه وه
دکونډی ځوی په غیږ کی پاڼی پاڼی شومه