باران

دا د چا د مینې زور دی

شونډې وچې ګریوان څيرې

ګرځوم کلي په کلي

خدایه تاته مې اسره ده

ما در وړې پناه تاته

ستا له دغو بنده ګانو

نوره تمه زما نه شي

نور په دې کلي او چم کې

راته دی هرڅه فراق

څوک په مینه پورې خاندي

څوک د مینې کورګۍ وران کړي

زموږ چم غماز غماز شو

نور پناه در وړمه تاته

له دې چمه مې زړه بد دی

نور خوشاله یم په تیښته

ربه ته راباندې وکړې ستا د رحم بارانونه

نور مې مړاوې ارزوګانې

بس د رحم باران غواړي

بس د رحم باران غواړي