غزل

اوس هغه خلک نه کړي نن سبا  پرګل وېشته

چې چا به په دې چم کې کړل پخوا  پرګل وېشته

 په زورکې ماهران شول په ټوپک کې ماهران

په دې هېوادکې زده نه کړل هېڅ چا پرګل وېشته

 پخوا به دې په يوه ګذار ذرې ذرې کړم زه

اوس خدای زده ولې؟ نه کوې اشنا پرګل وېشته

يوبل ته به مو ډېرې غېږې غېږې خوښۍ ورکړې

ده زه پرګل وېشتمه دی به ما پرګل وېشته

په کوم قانون کې شته دي اوپه کوم کتاب کې شته

ملا صيبه ولې ؟ ده ګنا پرګل وېشته

فريداحمدتسکین / پکتیا