غزل

نـشه،نـشه سندره وه ، خــماره وه بېګاه

ويده راسـره غيږه کې قــراره وه بېګاه


لمنه کې را پـرېوتې د خـــورو پلوشې

دعا چې مې په لپو کې ايساره وه بېګاه


سترګې د رويبار په رڼاګانو کې ويدې وې

چې وتي د اشــنا ګـډه لـه ښــاره وه بېګاه


تا به چې اشنا پسې حيران،حيران کتل

عرش تـــه رسيدلي هغه لاره وه بېګاه


په کاڼو کې شليدلى و تصوير د يو طالب

پـــــه کاڼو کې اوبه،اوبه هنداره وه بېګاه


طالب منګل