غزل
زه ګڼمه سترګه دسبا کتاب
جهل به مې وخوري ماته را کتاب
ته مې پکې زر ځله يادکړی يې
خوندبه کوي ستا په لاس کې دا کتاب
هغه شپه له غم څخه وزګاريمه
یاوي چې جانان راسره يا کتاب
سر تر بېخه ډک له جفا ګانو يې
راشه چې در وښايي وفا کتاب
وايي به چې دا دمهران نښه ده
زړه پسې به کلک نيسي زما کتاب
رفيق مهران/پکتیا
01.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
اوس هغه خلک نه کړي نن سبا پرګل وېشته
چې چا به په دې چم کې کړل پخوا پرګل وېشته
په زورکې ماهران شول په ټوپک کې ماهران
په دې هېوادکې زده نه کړل هېڅ چا پرګل وېشته
پخوا به دې په يوه ګذار ذرې ذرې کړم زه
اوس خدای زده ولې؟ نه کوې اشنا پرګل وېشته
يوبل ته به مو ډېرې غېږې غېږې خوښۍ ورکړې...
02.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
ټيکری
امرالدين سرحد
څنګه دی راوکتل ټیکري لاندي
بریښي ښکلی ستوري دی تندی باندي
توري دي کوڅۍ ښکلی اوبدلې دي
زانګې په ټټردی مالیدلی دي
خال دی پټ ساتلی له پیکۍ لاندي
بریښي ښکلی ستوري په تندی باندي
مادرته کتلي ګناه زه ګالم
دربه شم ګدرته زه به ووایم
کیږده دا...