دمينې شعار
لاترڅوبه ،په شا وړو دکرکې بار بيا
راشئ پورته کړو،دمينې خوږشعاربيا
دنفرت له خزان ،واړه کډې بارکړو
ټول دمينې په لار ورشو،تربهاربيا
دورورۍ اومينې،ښکلی دود رواج کړو
له ځان ليرې کړو،نفرت او انزجار بيا
کرکې مونږته،غټ تورتم کورته راوړی
چه په مينه داتورتم کړو،روڼ سهاربيا
کرکې واړه،دمرګونو په لار بوتلو
خو په مينه به پيداکړو،دژوند لاربيا
مينه خوږنعمت دخدای،کرکه غضب ده
خدای دې نکړي،په غضب مونږ ګرفتاربيا
چه څوک مينه ګناه وبولي،ګناه ده
له مونږمکړې خدايه،داګناه تکراربيا
چه د مينې په ثواب مونږ ،ټول خبرشو
نوپه کرکه به ځان نکړو،ګنهګاربيا
زه قيام به تل دمينې غزل وايم
چه په مينه څنګ ته راولمه ،ياربيا
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
26.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
ناټو یو ځل بیا د لسګونو افغانانو ژوند واخیست
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
نن ټولو هیوادوالو په رسنیو کې واوریدل چې ولسمشر کرزی د ۱۳۹۰ کال د وري د میاشتې په پنځمه نیټه د احمدي نژاد په غوښتنه ایران ته ولاړ ترڅو د نوي کال په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي. خو بل پلو مو په رسنیو کې واوریدل چې ناټو ځواکونو د ۱۳۹۰ لمریز کال په د وري د میاشتې په ۴ نیټه بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د ملکي وګړو پر دوه م...
29.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
مرضیه امین
دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهيرله خوا په کاپل کې دښځو دنړیوالې ورځې لمانځلو دغونډې رپوټ
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهيرپه نوښت 1390 کال دوري په 5 نيټه په کابل ښار کې د څه دپاسه څلور سوه افغان میرمنو په ګډون شانداره غونډ...