مرضیه امین

دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهيرله خوا په کاپل کې دښځو دنړیوالې ورځې لمانځلو دغونډې رپوټ

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهيرپه نوښت 1390 کال دوري په 5 نيټه په کابل ښار کې د څه دپاسه څلور سوه افغان میرمنو په ګډون شانداره غونډه جوړه شوه غونډه  دمیرمن بهیر دیوې غړې له خوا دقرانکريم مبارکوأياتونو په تلاوت پيل شوه .

ورپسې یوه ډله ماشومانو د هیواد دملي هویت څرګندوی ویاړلی ملي سرود واوراوو.

په غونډه کې دښځوچارو سرپرست وزيرې حسن بانوغضنفر ساهرې شريف لیکوال او ادبپوه نجيب منلي تورپيکۍ مومند اوحميرا حقمل، د برښنا او انرژۍ وزارت مرستیالې پ خبرې وکړې .ورپسې ملألۍ وفا دخوست ولأيت دميرمن کلتوري بهير په استازيتوت خبرې وکړې .

دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير غړې دل افروز ځيرک دافغان میرمنو د حالت او دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير د فعالیتونو، موخو او راتلونکو پلانونو په اړه په زړه پورې پریزینتیشن وړاندې کړ او دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير له خوا  دځينوچاپ شويو ټولګو يادونه یې وکړه او دغونډې ګډونوالو ته يې وروپيژندل .

 د نیمروز ولایت دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير مسوولې اغلې ميرمن شاه ګل ګلزاده خپلې خبرې په دې شعر پيل کړه .

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندې وګړه

زه په دې أفتادګۍ کې لوی ګړنګ  يم ---

شاګل دنيمروز دميرمنو دابي بهير په اړه خبرې وکړې اودښځوورځې په اړونديې يو ښايسته شعرهم وويلو . همدا راز يو شمير نورو ميرمنو هم دخپلوولأيتونو دميرمنو ادبي بهيرونو په اړه دغونډې ګډونوالوته هراړخيزه مالومات ورکړل .

ميرمن صديقې يوه تمثیلې ټوټه دغونډې ګډون والوته واروله  .

ښکلأځدران بيا يوښايسته انګريزي نِظم له پښتوژباړې سره دغونډې ګډونوالوته وړاندې کړ .

دښځوچارووزيرې حسن بانو غضنفر يوځل بياخبری وکړې او دميرمن ادبي بهيرټولو غړوته يي دبرياليتوب هيله وکړه . ترڅو پښتو ادب ته لأ دخدمت جوګه شي .

وروسته بيا دغونډې ګدونوالوته دموسيقۍ په پردوکې په زړه پورې شعرونه زمزمه کړل شول.

دملي راديو تلويزيون دتمثيل برخې تکړه لوبغاړو په زړه پورې تمثيلي پارچې وړاندې کړې چې دلوبغاړو په ډله کې صديقې جانې هم شتون درلود .

همدا راز دښځودورځې په وياړ ماشومانو يوه ښايسته ترانه دغونډې ګډون والوته وړاندې کړه. يو شمير ګدون والودغونډې په لړ کې خواږه خواږه شعرونه هم وويل .

د مشاعرې په برخه کې ښاغلې نجيب منلی او آغلو ويداحافظ ؛ لیلااحمدزۍ – ساهرې – شفیقې، پښتنې، هیلۍ احدي، شهناز،ښکلا،جمیلې ساپۍ، سنا، ځلا زرمتۍ، وږمې،ښکلا مومند،نجیبې، موسکا سلیمانخیلې،  ندا، راحلې، پاکیزې نیمګړې، مرضیه امین، زمزمې، اوګۍاميل – پښتنې وردګ – مینا، سویتا، عادلې سمعي،نفیسې خوشبخت، زرینه، سلما غزنیواله،هيلۍ جانۍ – ګل مينې يوسفزۍ – ارزو نيازمند – زمزمې نيازۍ – ګلألۍ امرخيل –سونيتا مدبر- ليمه نيازۍ دونيا –او دل افروز ځيرک يه ښايسته شعرونو او لنډيو دغونډې فضا ښکلې او رنګينه ګړه  .

په غونډه کې دکال نيکمرغه کس هم ګډون والوته وروپيژندل شوه . دغونډې دويانديۍ چارې سولې نيازۍ – سونيتا مدبر- شهناز بابکرخيل –او هيلۍ  احدي مخکې وړلې . دغونډې په ټولو ګډون والو  ډالۍ وويشل شوې  مازديګر مهال دښځودورځې په وياړ دا غونډه پای ته ورسيده  .

   

دا یې هم بشپړ انځورونه چې کیدی شي دلته یې وګورۍ: