ناټو یو ځل بیا د لسګونو افغانانو ژوند واخیست
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
نن ټولو هیوادوالو په رسنیو کې واوریدل چې ولسمشر کرزی د ۱۳۹۰ کال د وري د میاشتې په پنځمه نیټه د احمدي نژاد په غوښتنه ایران ته ولاړ ترڅو د نوي کال په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي. خو بل پلو مو په رسنیو کې واوریدل چې ناټو ځواکونو د ۱۳۹۰ لمریز کال په د وري د میاشتې په ۴ نیټه بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د ملکي وګړو پر دوه موټرو هوايي برید کړی دی او یو زیات شمیر ملکي وګړي یې په دې برید کې وژلي دي. که په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو تیر لس کلن شتون ته په ځير وکتل شي نو دوی په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان لپاره یوازې دومره کړي دي چې د افغانانو په زړونو کې کرکه نوره هم زیاته شي، او له لاسه یې دښمنان زیات شي. که د دوی دښمن یوې خواته کم شي بلې خواته خامخا هڅه کوي چې د دښمن شمیره بیرته زیاته شي. بهرنیو ځواکونو ډير داسې څه کړي دي چې افغانان به یې هیڅکله هیر نکړي، او نه به هم د دوی دموکراسي، بشري حقونه او ..... ومني ځکه دوی چې وايي هغسې کوي نه، افغانان یوازې په تشه بخښنه غولوي، خو زه حیران دې ته یم چې ترڅو به دوی افغانان وغولوي، که د هیواد هر ولایت ته لاړشی نو یو ډول نه یو ډول به خلک د دولت، بهرنیو ځواکونو او اربکیو له کړنو څخه تر پوزې راغلي وي.
تیره ورځ مو په رسنیو کې واوریدل چې یو امریکايي سرتیری په امریکا کې په یوه پوځي محکمه کې دا منلې چې دوی ملکي وګړي وژلي دي او بیا یې د دوی له جسدونو سره د دې لپاره ټوپکونه ایښي دي چې وښيي ګواکې دوی قانوني وژل شوي دي او یا هم وسله وال دي. همدرانګه څو ورځې وړاندې د المان په شپیګل ورځپاڼه کې داسې انځورونه خپاره شوي و چې پکې ښودل کیږي چې امریکايي وحشي او د بشریت دښمن سرتیري په خپلو کورونو کې د وژل شویو افغانانو له جسدونو سره انځورونه اخلي. همدارنګه تیره ورځ د استرالیا هیواد سرتیرو د فیس په انټرنیټي پاڼه کې افغانانو ته سپکې سپورې کړې وې او دوی یې رټلي و دا هم په بخښنې سره وبخښل شول. دوی که له افغانستان کرکه لري افغانستان دوی ته نه دی ورغلی او هسې هم بهانه ورته جوړه شوې چې د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې به بهرني سرتیري له هیواد څخه په وتلو پيل کوي دا په تنګ شوي سرتیري دې ډير ژر له افغانستان څخه و وزي.
دلته زما په اند دوی نه غواړي چې افغانان هوسا ژوند ته هیله مند و اوسي، یو ځلې یې ملکي وګړي و وژل وبخښل شول، ملکي وګړي یې و وژل چا هیڅ ونه ویل په کنړ کې یې ملکي وګړي و وژل پټریوس وویل چې دا ټول خپلو کورونیو وژلي دي په هر حال ولسمشر پرې څه ناڅه څک شو او دوی ژر بخښنه غوښته دا چې د چا ومنل شوه د چا نه دا بله خبره ده.
دوی په عراق کې صدام د دې لپاره په دار وځړاوو چې ګواکې ملکي وګړي یې وژلي دي، افغانستان ته د دې لپاره راغلل چې ګواکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د القاعدې په برید کې د دوی سوداګریز مرکزونه ړنګ شوي ملکي کسان وژل شوي دي، خو اوس به دوی څوک محکمه کړي ځکه دوی هم په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان او عراق کې په یو او بل نوم په زرګونو افغانان او عراقیان ووژل. ایا صدام کومې محکمې محاکمه کړ، ایا د هغې محکمې قانون یوازې د صدام لپاره و که د اوباما، بوش، ګیتس، پیټریوس او نورو لپاره هم دی، بشر حقوق د دې لپاره دي چې مسلمانان یې د کفري نړۍ په وړاندې مراعت کړي کنه د دې لپاره چې دوی به یې هم مراعتوي، دوی چې د خلکو ګوتې پرې کوي، خلک وژني، د بدن له غړو یې کلیکسون جوړوي، دا بشري حقونه پر دوی ولې نه عملي کیږي، زموږ په زندانونو کې د بندیانو حقوق غواړي خو په ګوانتانامو کې د وژل شویو افغانانو د مرګ پوښتنه څوک نه شي کولای. زموږ ولسمشر ته د یو افغان په توګه دا پيغام لرم چې نور په سترګو برګولو څه نه کیږي د اقدام وخت دی له دې سره سره چې ته تیره ورځ په دې خبر وې زما په اند به اړتیا نه وی چې ته ایران ته د چکو لپاره تللی وی، خپل سفر به دې لغوه کړی وی د بهرنیو ځواکونو د وحشي مسولینو سره یو ځای به دې یو کنفرانس راغوښتی وی د هیواد رسنۍ به دې درغوښتې وې دوی ته به دې ویلي وی چې بخښنه او ناپامه وژنې زموږ کوم درد دوا کولی شي کنه، د کابل په ګاونډي ولایت لوګر او میدان ښار کې وسله وال په کلیو کې ازاد ګرځي، خلک له رسنیو د امریکايي، بریټانیوي، الماني، فرانسوي او استرالیايي ځواکونو کړنې ویني ته به څنګه خلکو ته زړه ور وړې او یا به هم خلک تاته زړه در وړي، یو کس عیسوي شو ټولې کفري نړۍ یې مخه ونیوله او درڅخه ایټالیا ته لاړ خو د ۲۰۱۱مارچ په میاشت کې یو امریکايي کشیش د خدای تعالی سپیڅلي کتاب قرآن ته اور ورته کړ، تا او نورو اسلامي هیوادونو یې په اړه هیڅ غبرګون هم ونه ښود ولې د څه لپاره؟
اوس افغانانو ته په کار دي چې دولت، وسله والو او نورو ډلو ته په نره قناعت ورکړي چې ولسمشر کرزی دې له ولسمشري څخه تیر شي او تاسو له ده سره تر مخالفته یو ځل د سولې غږ وکړۍ او په یوه سیمه کې هم ټک مه کوی او بهرنیانو ته نور ضرب الاجل وټاکی چې یا افغانستان خوشې کول او یا هم یو ملي پاڅون، دا به تر دې ډيره ښه وي چې هره ورځ ډله ډله و وژل شي یوه ورځ دې یوه ډله قرباني ورکړي نور نسلونه دې وژغوري، که چیرې دولت یې مخه ونه نیسي او بهرنیان خپلې سیاسي، مذهبي او حتی کلیسايي موخې ونه دروي ډير ځنډ به نه وي چې په هیواد کې یوه بله جګړه هم پيل شي چې هغه به مذهبي جګړه وي کیدی شي له وسله والو سره سیاسي جوجاړی راشي خو د کفر او اسلام په عقیده وي جګړه کې بیا جوړجاړۍ ناشونی دی. نو په دې هیله چې په دې اړه پلټنې تر نورو جدي وي او ټول بهرني نور په رسمي توګه د رسنیو له لارې و وايي چې نور یو افغان هم نه وژنو او نور به د یو افغان وژنه هم موږ ته جواز ونه لري.