تلوارکړه
له روزګاره ګيله مکړه،ځانته جوړ خپله روزګارکړه
شاوخواته دې نظرکړه،بيادې خپله پيدالار کړه
په ګيلو کې ګټه نشته،پخپل ځان دې فکر ساته
دوخت پيښوته سم ځيرشه،ترينه خپله ځان هوښيارکړه
څوک راغلي چه دوستان يو،خوکړه وړه یی ددښمن دي
په دوستۍ یی غلط نه شې،دخپل ځان دښمن یی شمار کړه
دښمنانو پريکړه کړی،غوږشه ځان پوه کړه افغانه
اوس دې خاوره درنه ويشې،لږراويښ شه ځان بيدارکړه
دوی يوڅه واېې بل څه کړي،په دوستۍ کې دښمني کړي
لراوبر افغانه يو شه،نقشې شنډې داغيار کړه
دخپل ورورسره په په خولاشه،خپلمنځي شخړې دې پريږده
ځانځانۍ کې دې تاوان دی،ګډ دښمن ته ځان تيار کړه
زه قيام درباندې ږغ کړم،دهرقوم سړيه واوره!!!
دافغان په نوم راټول شه،ډيروخت نلرې تلوارکړه !!!!!
الحاج الهام الدين قيام
08.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
څو شیبې له لرغونی مصر سره
دا جوړښتونه ډيری خلک پيژني، خو کله چې د ننه ور ننوزی او پکې خوره تیاره وینی نو هرڅوک پکې ډاریږي، داسې ځایونه پکې شته دي چې ۴۵ میتره اوږده او نیژدې ۹ میتره لوړوالی لري، دا اهرامونه د جوړښت پر مهال په سپينو تیږو جوړ شوي دي چې کیدی شي اوس یې هم ځينې پاتې شوني په خوفو اهرام کې شتون ولري چې د لمر په رڼا ک...
09.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
په ماشومانو کې د ژبې بندیدا
د ژبې بندوالی د اوریدونکي او ویونکي لپاره یو ستړی کونکی عمل دی، دا پیښه د دوه څخه تر پنځه کلنو ماشومانو په منځ کې یو ژر لرې کیدونکی چار دی چې د مورنۍ ژبې د روانتیا سره سم دا ستونزه حل کیدی شي، خو اتیا سلنه دا ماشومان کیدی شي د بلوغ تر دورې پورې همداسې وي خو دا هم د بلوغ تر پایه دوام کوي او دا پيښه د نجونو په پرتله په هلکانو...