په ماشومانو کې د ژبې بندیدا

 

د ژبې بندوالی د اوریدونکي او ویونکي لپاره یو ستړی کونکی عمل دی، دا پیښه د دوه څخه تر پنځه کلنو ماشومانو په منځ کې یو ژر لرې کیدونکی چار دی چې د مورنۍ ژبې د روانتیا سره سم دا ستونزه حل کیدی شي، خو اتیا سلنه دا ماشومان کیدی شي د بلوغ تر دورې پورې همداسې وي خو دا هم د بلوغ تر پایه دوام کوي او دا پيښه د نجونو په پرتله په هلکانو کې درې برابره زیاته ده.

دا پیښه هغه مهال رامنځ ته کیږي چې د خبرو اترو معمولي کړنه تغیر وکړي چې د ځینو کلیمو په ویلو سره کیدی شي ژبه کلپ یا وتړل شي دا پيښه کیدی شي په سلګونو کلمو کې وي چې د دې پیښې ډیری لاملونه کیدی شي د غړو ناسم حرکت او ناسمه ساه اخیستنه هم وي، چې د دې ډول کړنو تکرار هو دا ډول پیښې له ځانه سره لرلی شي.

د ژبې  بند والي ته ګیدی شي ي ماشوم  په لومړي سر کې  پام ونکړي خو د وخت په تیریدو سره دې ستونزې ته یاد شوی ماشوم متوجې کیږي او رته پام کوي ترڅو په خبرو اترو کې د دې ځنډ مخنیوی وکړي.

د ژبې د بندیدا درملنه:

۱-کوښښ وکړی چې د ژبې په لومړي ځل بندیدا پسې ونه ګرځۍ او ذهن مو نا ارامه نکړی، په دې وخت کې باید په ماشوم پورې ونه خندل شي او نه هم دی تیزو خبرو ته اړ کړی شي، او د جملې(غوڼدلې) ترپایه دې ماشوم ته وخت ورکول شي چې ماشوم خپله خبره په کرارې وکړي.

۲-ماشوم ته د خبرو پر وخت کراره غږیدا ور وښیی او له ماشوم څخه مو په ډيره مینه غوښتنه وکړی چې کرار او په پوره ارامتیا سره وغږیږي او تاسو ورته بیلګې ورکړی چې ماشوم مو ډاډه شي او په دې اړه فکر ونکړي.

۳-د تنفس تنظیم مو ماشوم ته ور وښیی. یانې دا چې د خبرو پر مهال څنکه ساه واخلي.

۴-په هغو جملو کې چې د ماشوم ژبه بندیږي د حساسیت مخنیوی یې وکړی او دی پرې وپوهوی.

۵-د خبرو اترو د ځواکمنتیا لپاره ماشوم ټلیفوني خبرو اترو ته وهڅوی او له ده سره د ټلیفون په کرښه ارامې خبرې وکړۍ ترڅو دی د خبرو ارامتیا ته پام  وکړي ځکه ماشوم د ماشوموالي پر مهال تل تقلید کونکی او تقلید منونکی دی.

۶-ماشوم دې د سمو خبرو لپاره تر فشار لاندې نه نیول کیږي، یانې دا چې په زور باید اړ نه ویستل شي چې یوه کلیمه کټ مټ داسې تلفظ کړي لکه څنګه چې ستاسو غوښتنه وی.

۷-کله چې ماشوم د خپلو اترو په اړه خپلې ستونزې او اندیښنه وايي باید د ده خبر پرې نه شي او خبرو ته یې پوره غوږ ونیسی چې ماشوم مو څه وايي او په کومو کلیمو کې ستونزې لري.

۸-له ماشوم سره دې مینه وشي او تل دی د مینې لپاره په غیږ کې ونیسی.

۹-کله چې ماشوم عصبي، په غصه او نا ارامه وي له ده سره دې نرم چلند وشي او د ده د ارامتیا لپاره هڅه وکړی.

۱۰-که مو کله ولیدل چې ستاسو د ماشوم د ژبې بندوالی په زیاتیدو دی او ستاسو لخوا یې د مخنيوي لپاره شوې هڅې ښه اغیز نه دی کړی او بې پایلې دي نو د ماشومو په برخه کې یې اړوند متخصص ډاکټر ته ور وړی او په دې برخه کې د ډاکټر لارښونو ته پوره پاملرنه وکړۍ.