د دولت په وړاندې د عبدالله عبدالله ناسم موقف
له دې سره سره چې په هیواد کې ډيرې سیاسي څيرې، احزاب، او نور سازمانونه شتون لري او ډيری وتلې، سیاسي، حزبي، .... کسان یې مشري کوي، د دوی له ډلې څخه یو هم د اپوزیسیون په نوم د تغیر او امید ایتلاف دی چې ښاغلی عبدالله یې مشري کوي د دې ایتلاف موقف تل د دولت په ضد وي د بیلګې په ډول که دولت تصمیم ونیسي چې ولسي جرګه دې پرانیستل شي دوی وايي نه دې پرانیستل کیږي او که و وايي چې نه دې پرانیستل کیږي دوی سمدستي غبرګون ښيي او وايي چې باید پرانیستل شي. که چیرې افغان دولت او په ټولیزه توګه حکومت د کوم هیواد یا نړیوالې ټولنې په وړاندې کوم سیاسي موقف نیسي نو د تغیر او امید په نوم د ایتلاف مشر یې سمدستي مخالفت کوي. ډير به لرې نه ځم او رابه شم د ولایتي بیارغونې په وړاندې د ولسمشر موقف ته چې ولسمشر کرزي غوښتنه کړې چې یاد شوي ټيمونه باید ډير ژر لغوه شي، دلته که د دوی شتون په سلو کې ۲۰ اړین وي اتیا سلنه یې شتون غیر اړین دي ځکه چې د دوی کړنې د هیواد او ولایاتو لپاره روښانه نه دی، په ډيرو ولایتونو کې په دې نوم ټيمونه شتون لري خو که تیرې یوې لسیزې ته وکتل شي هیڅ یې هم نه دي کړي یوازې یو څو محدود کارونه یې کړي دي چې د دوی په نه شتون کې هم دا کارونه شوني و او کیدی شي شوي وی، خو زه حیران په دې یم چې ولې زموږ سیاسیون دومره د قدرت وګي او تږي دي چې د ملي منافعو په وړاندې د سیاسي موقف د لاس ته راوړ لپاره ټولې خبرې یوازې په خپله ګته کوي، دلته که له ښاغلي عبدالله پوښتنه وشي چې د پي آرټي یا ولایتي بیارغونې په شتون او نه شتون کې څه زیانونه او ګټې نغښتې دي دی به سمدستي ځواب درکړي چې دوی خو په ولایتونو کې بیارغونه کوي، حال داچې د دې بیارغونې څرکونه په دوربین هم نه شو لګولای، زه به ډير لرې نه ځم او لنډ به یو مثال راوړم داده نیژدې یوه لسیزه کیږي چې د پلازمینې په سویل کې په لوګر ولایت کې د چک جمهوریت د بیارغونې ټيم پروت دی او څوکاله یې د دې ولایت د پوهنې ریاست هم اشغال کړی و خو اوس اوس دې ولایت د امریکايي پوځونو په راتګ دا ریاست د دوی له شر څخه خلاص شو ښاغلی عبدالله دې و وايي جې په دې ولایت کې دې ټيم څه کړي دي او هیره دې نه وي چې ښاغلی عبدالله د دې ولایت د ولسي جرګې پخوانی استازی ښاغلی مجددي هم د تغیر او امید په نوم د ایتلاف غړی اود اسلامي جمعیت د ډلې یو پخوانی قومندان دی که دی نه وي خبر خو ښاغلي مجددي به ورته ویلي وي، زه چې څومره خبر یم دوی یوازې په دې ولایت کې غوړې مهمانۍ کړي او ویلي یې دي چې په دې مهماني شل زره ډالره ولګیدل، د چای څښلو په نوم یې تش سیمنارونه جوړ کړي او ویلي یې دي چې په دې هم نیژدې یو لک ډالر ولګیدل او په ځينو سرکونو یې د لمرینې بریښنا ګروپونه لګولي دي چې هغه هم اوس ټول د خلکو لخوا غلا شوي دي او اثار یې هم نه دي پاتې او ما یې په راډيو کې اعلان هم واوریدی چې دوی وویل په ېد پروژه باندې نیژدې اته سوه زره ډالر ولګول شول، که چیرې دا اته سوه زره ډالر په دې ولایت کې د معارف په برخه کې لګول شوي وی نو د دې ولایت د اوسیدونکو په علمي کچه کې به دومره لوی تغیر راغلی وی چې تاسو به یې شاهد وی او که دا هم نه وی شوي یوازې په دې ولایت کې د ښونکي د روزنې یا دارالمعلین لپاره پرې د بریښنا بدوبست شوی وی او هم هغه شمسیانې چې دوی په لارو کې درولې وې دې علمي مرکز ته ورکول شوې وی نو په دې تعلیمي موسسه کې خو به ښونکو او زده کونکو د مطالعې لپاره د شپې له لوري د رڼا زمنیه مساعده شوې وی، داسې هیڅ کوم بنسټيز کار به په هیڅ ولایت کې هم دې ټيم نه وي کړی چې بیلګې یې راوړل شي که یې احیانا کوم کار هم کړی وي د دومره ارزښټ وړ به نه وي او که ارزښت ولري نو بیا به یې کیدی شي د یړې موخې او یا شرم له امله کړی وي. ښاغلی عبدالله د دې په ځای چې داسې خبرې وکړي ښه به داوی چې ویلي یې وی چې په پلاني ولایت کې ښونځي نشته دی د دې ولایت پي آرټي یې باید جوړ کړي، په دې ولایت کې سړکونه نشته دي پي آرټي یې باید جوړ کړي، ځکه له ولسمشر سره د ده توپير دا دی چې دی ځان د خلکو د غوښتنو تمثیلونکی بولي، که چیرې اپوزیسیون او د دولت په وړاندې په نورو هیوادونو کې سیاسي ډلې داسې کوي بیا نو زه بخښنه غواړم او که چیرې په نور و هیوادونو کې سیاسیون او سیاسي ډلې د خلکو د غوښتنو تمثلیونکي وي نو بیا ښاغلی عبدالله کوم ډول ته اوړي، هغه ټوکه را یاده شوې وايي په کوم لرې پراته کلي کې یو کس و چې اټن یې نه و زده خو د کلي ځوانانو به پرې ساعت تیراوی ورته به یې ویلې چې ته اټن کوې نو ښځې درته راګوري او ډير دې خوښوي نو دې ښاغلي به دومره اټن وکی چې کیناستو به نه که به چا ورته وویل چې ولې کوې بس ده به ویل چې زه یوازې د خدیا د رضا لپاره اټن کوم خو اصل کې د ده نیت ټولو ته جوت و، ښاغلی عبدالله دې دومره نه نا هیلی کیږي چې دی به د واک په ګدی کښې نه ني افغانستان داسې یو هیواد دی چې داسې ډولونو ته تر ګډیدو وروسته به هیڅ داسې سیاسي ډله پاتې نه شي چې دا مزه ونه څکي یو وخت به په لاس ورشي، خو زه دا اندیښنه لرم چې دی به د سیاسي موقف لپاره داسې نه وي چې خدای مه کړه د یوې څوکۍ لپاره یې ټول هیواد چاته ور قباله کړی وي. ښاغلی عبدالله ولې نه وايي چې په امریکايي زندان کې لس کاله بندي شوی بندي شهید معلم اول ګل ولې و وژل شو څه یې کړو و چې لاس کاله یې په دې زندان کې تیر کړل او په پای کې په مرموز ډول شهید کړای شو د هیواد په سویلي ولایت کې نیژدې یوه لسیزه کیږي چې خلک په بیلابیلو نومونو نیول کیږي ځورول کیږي او ونې یې له بیخه ایستل کیږي، که افغانیت وي نو دا افغانیت دی چې د دې پوښتنه باید وشي او په دې برخه کې باید د دولت په وړاندې موقف ونیسي نه د بهرنیانو د خوشاله ولو لپاره ځکه اوس نړۍ داسې یوو لوري ته روانه ده چې د مصر او تونس غوندې دیرش کلنۍ واکمنۍ هم د خلک کلک عزم ړنګولی شي، که چیرې د کوم بهرني هیواد په همدا ته ښاغلی عبدالله ولسمشر هم شې خو چې د خلکو خوښه نه وي ډير ژر دې چپه کولی شي او بل او اوسنی ولسمشر هم همداسې در واخله، ځکه وايي د خلکو زور د خدای زور وي، نه داچې امنیتي کمپنۍ دې نه لغوه کیږي، پي آرټي دې نه لغوه کیږي ولې چې د هیواد د بیارغونې مخنیوی کوي. دا ټول هغه څه دي چې په راتلونکې به یې اغیزې افغانان و ویني او د دې خبرو او کړنو مزه به هم وڅکي. ولسمشر به په تیرو کلونو کې ډيرې سهوې کړې وي خو زما په اند یې که تر ټول ډير ښه کار کړی وي هغه به د امنيتي کمپنیو لغوه کول او بیا ور پسې د پي آر ټي ګانو له منځه وړل وي، ماته مې ډيرو داسې ملګرو چې د ناټو مالونه به یې وړل څو ځلې وویل چې ډيری موټرونه د همدې امنيتي کمپنیو د کسانو له لوري ویشتل کیږي، په ډيری تیښتو، د نشه یې توکو په لیږد او غیر قانوني کړنو کې دوی لاس لري او دا جوته ده ځکه چې ډير ځلې عام افغانان د همدې کمپنیو د کسانو له لوري په نښه شول، وژل شول، ټپيان شول او هیڅې یوې سیاسي پوښتنه ونکړه چې ولې داسې وشول، په زرګونو دې ډول نورې پیښې هم در واخله. زه دا نه وایم چې ښاغلی عبدالله په هیواد کې سیاست نه شي کولی د قانون، افغانیت، او ملي منافعو په چوکاټ کې د هرڅه حق لري خو دا هرڅه باید د شته قانون او د هیواد د ملي منافعو لپاره وي، او په هیواد کې د هرې سیاسي ډلې فبصله کړنې باید د دې هیواد په ګټه وي نه د نورو او نورو چې سبا ورځ پرې راتلونکي نسل لعنت و وايي چې دا زموږ سیاسیون و چې په زموږ په اړه یې داسې فیصلې او معاملې کړي دي. اوس که ښاغلی عبدالله د یوې افغاني سیاسي څيرې په توګه غواړي چې ځان وښيي د ملت لپاره سیاست کوي ډيرې نورې اړینې خبرې هم شته دي چې باید په اړه یې کنفرانس ورکول شي، خو زه په یقین وایم چې د ښاغلي عبدالله هر ډول سیاسي خبرې یوازې د ده د ایتلاف ډلې او ټپلې لپاره وي، که نور هیڅ دا هیواد درباندې حق نه لري دا حق خو به درباندي لري چې پکې ژوند کوې او لا اقل د ژوند کولو حقوق خو یې په ځای کړه. خو داسې حقوق مه غواړه چې یوازې ستا سیاسي موقف پکې څه ښه شي اول خو دا هم ښه کیدی نه شي خو که ښه هم شي هیواد هم یو څه حقوق لري چې باید هر افغان یې دا حق په ځای کړي.