مبارک خوارکی څه وکي ؟ - ټوکه
د ( حسني مبارک خوارکی څه وکي ) ترسرليک لاندي ټول پوښتنه ترسره سوه ، ترڅودمصر روانولاريونويامظاهروته يومعقول اومنلی حل وموندل سي ، اوکوڅوته راوتلي خوابدي خلګ پسله ١٨ ورځواوشپوبيرته خپلوخپلوکورونوته ستانه سي . دې ټول پوښتنې دا ثابته کړله چي ٢ په سلو کښي پدې انددي چي مبارک دي په اقتدار کښي پاته وي اوپرسياسي واک دي خپله قبضه دپخوا په شان ټينګه وساتي ځکه دنوموړي په ناڅاپي تګ سره به په مصرکښي دواک اوځواک تشه رامنځ ته سي . ٣ په سلو کښي دانظرلري چي مبارک دي دمطبوعاتودازادۍ تظمين ورکړي ،سياسي ګوندونه دي دفعاليت اجازه ولري اومبارک دي دخپلومخاليفينوسره په ګډه يونوی ايتلافي حکومت جوړکړي . ٩٥ په سلوکښي بيا په کلکه دا غوښتنه کوي چي ښاغلی مبارک دي دتونس هېوادته ولاړسي ځکه چي څوورځي دمخه دتونس ولسمشردورته مظاهروپه نتيجه کښي داقتداراوخپل هېوادپرېښودلوته اړايستل سو .اوهلته دقدرت تشه رامنځ ته سوېده ولسمشروجود نلري ، ښاغلی مبارک کولای سي چي په تونس کښي دنورو ٣٠ کالودپاره ولسمشرسي .
10.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
د دولت په وړاندې د عبدالله عبدالله ناسم موقف
له دې سره سره چې په هیواد کې ډيرې سیاسي څيرې، احزاب، او نور سازمانونه شتون لري او ډيری وتلې، سیاسي، حزبي، .... کسان یې مشري کوي، د دوی له ډلې څخه یو هم د اپوزیسیون په نوم د تغیر او امید ایتلاف دی چې ښاغلی عبدالله یې مشري کوي د دې ایتلاف موقف تل د دولت په ضد وي د بیلګې په ډول که دولت تصمیم ونیسي چې ولسي جرګه دې پرانیستل شي دوی وايي نه دې پرانیستل کیږي او که و وايي چې نه دې پرانیستل کی...
12.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
وروستی ځل ********* پوهیږې له ډېرې مودې وروسته مې خپل پیغامونه وکتل هیڅ مې زړه هم نه کیده خو زړه مې پرې هم نښودم ، تر څو مې چې ټول ونه کتل په کرار هم نه شوم . ته پوهیږې ستا هماغه پخواني پیغامونه مې څو ځله ولوستل هماغه یو پیغام چې پکې ویلي دې وو ( نور رانه څه نه غواړې ...دا به وروستی ځل وي ) ته پوهیږې چې زړه مې څومره ورته ژړلي ، ته پوهیږې چې سترګو مې څومره اوښکې ورته بهولي ....ته پوهیږې چې څومره مې زړه کیده څنګ ته دې و اوسم ، ته...