وروستی ځل
*********
پوهیږې له ډېرې مودې وروسته مې خپل پیغامونه وکتل هیڅ مې زړه هم نه کیده خو زړه مې پرې هم نښودم ، تر څو مې چې ټول ونه کتل په کرار هم نه شوم .
ته پوهیږې ستا هماغه پخواني پیغامونه مې څو ځله ولوستل هماغه یو پیغام چې پکې ویلي دې وو ( نور رانه څه نه غواړې ...دا به وروستی ځل وي )
ته پوهیږې چې زړه مې څومره ورته ژړلي ،
ته پوهیږې چې سترګو مې څومره اوښکې ورته بهولي ....
ته پوهیږې چې څومره مې زړه کیده څنګ ته دې و اوسم ، ته پوهیږې ستا سترګې مې څومره سترګو سترګو ته کیدلې ، ته پوهیږې زړه مې څومره بیقرار وو ته پوهیږې ..!
خو اې خدایه کاشکې چې تا هم دې ته څه ویلي واي دادې هم پوهه کړې واي چې څومره مې ددې لپاره بیقراري ډېره شوې ، اې خدایه تا چې دا دومره ښایسته پیدا کړې خو زړه دې ولې ښایسته نه دی ورکړی ؟ ددې زړه ولې ما نه شي زغملی ، ددې زړه ولې ما نه شي زغملی ..؟
اې خدایه یوه هیله لرم همدا یوه هیله همدا یوه مې پوره کړه ، بس یو ځل همدا وروستی ځل ، دا پوهه کړه چې ماته بیا د هماغه پخوا په څېر پیغام راولیږي .
صفي الله ستانکزی