څو شیبې له لرغونی مصر سره
دا جوړښتونه ډيری خلک پيژني، خو کله چې د ننه ور ننوزی او پکې خوره تیاره وینی نو هرڅوک پکې ډاریږي، داسې ځایونه پکې شته دي چې ۴۵ میتره اوږده او نیژدې ۹ میتره لوړوالی لري، دا اهرامونه د جوړښت پر مهال په سپينو تیږو جوړ شوي دي چې کیدی شي اوس یې هم ځينې پاتې شوني په خوفو اهرام کې شتون ولري چې د لمر په رڼا کې ځانګړې ښکلا لري. د خوفو هرم (خیوس) د فرعون په وخت کې له میلاد څخه ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی او نیژدې ۱۵۰ میتره ارتفاع لري. په دې هرم کې په لیکلو متنونو داسې لیکل شوي چې ګواکې له دې ځایه د پادشاه ساه جنت ته ځي چې درک یې د دې ډول ودانیو په لیدلو سره سړی یوې بلې دنیا او بل وخت ته بیايي.
د داسې یوې سمیې هیرول چې پکې پخواني قبطیان، مسحیان اوسیږي ډير وخت ته اړتیا لري، داسې ځای چې د یوې مصري مقدسې کورنۍ له سفر څخه چې په انجیل کې راغلی دی پيل کیږي چې د سنت آنتوني صومعه په نړۍ کې د مسحیانو تر ټولو پخوانی عبادتځای بللی شو دا کلیسا د مصر له لرغونو ځایونو څخه یو دی، د دې ودانۍ په ځينو ځایونو لیکل شوي لیکونه شپږم او نهم میلادي قرن ته ورګرځي چې یو یې هم د بنسټ ایښودونکي انتوني قدیس انځور دی چې دې سړي د څلورمې میلادي پيړی په لومړیو کې یې په یوه دښته کې په یو لوی غار کې ۴۰ کاله ژوند کړی دی او دا صومعه چې په دې دښته کې جوړه شوې نیژدې ۳۶۰ کاله پرې لګیدلي دي. د دې کلیسا راهبان اوس هم په قبطي ژبه خبرې کوي ، قبطي هغه ژبه ده چې په مصري ژبو کې ځانګړی لرغونتوب لري.
د مصر عظمت او ښکلا نه یوازې د فراعنه په حکومتونو پورې تړاو لري، د دې هیواد پلازمینه قاهره هم د ځانګړي لرغونتوب په لرلو سره لکه څنګه چې د هند په ډهلي او اسنتانبول کې شتون لري پکې ډير کاروان سرایونه، ګڼه ګوڼه، حمامونه او چای خونې شتون لري، د منځنۍ پيړی ډيری دروازې او سرایونه اوس هم پکې شتون لري، چې پکې د منځنۍ پیړۍ څو کلیسا او جوماتونه اوس هم شتون لري او په خپله تاریخي او لرغونې سینه کې یې ځای کړي دي. الازهر هم هغه پوهنتون دی چې په په لسم قرن کې جوړه شوې او چې لوی تاریخ پوه ابن خلدون هم په دې پوهنتون کې تدریس کړی دی، او د ده وینا ده چې ویلي یې و« یو فرهنګ په ځانګړو شرایطو کې کولای شي د تمدن او تل پاتې والي لپاره د تل لپاره پاتې شي. خو ده باور درلود چې مصر تر نورو ډيره دا پدیده لاس ته راوړې ده، فراعنه وو نیژدې ۳۰۰۰ کاله په دې سیمه حکومت کړی دی چې روسته پکې یونانیانو او رومیانو حکومت وکړ خو په پای کې د اسلام سپيڅلی دین ته دا تاریخي او لرغونې سیمه په میراث ورپاتې شوه. ابن خلدون وايي چې د نړۍ هیڅ یوه سیمه به داسې له تمدن سره نه وي عادت شوې.
ښکلې نفرتیتي او میړه یې کافر اخناتون فرعون د دې سیمې دوه تاریخي شخصیتونه دي، اخناتون د خدایانو لمانځل پریښي و او نوی ښار یې جوړ کړی و ترڅو وکولای شي نوې لاره ومومي، دا نوې پلازمینه د الاقصر او نیل رود غاړې ته پرته ده چې نن ورځ تل العمارنه بلل کیږي. د اخناتون په اند د دوی د مصریانو د وخت خدای آمون نور لوی او پيداکونکی خدای نه و، بلکه د ده په اند د دوی له آمون څخه د آتن لمر ډیر لرغونی دی. په العمارنه کې پادشاه او نفریتيتي کولای شو نوی ژوند پيل کړي، چې دلته ویلای شو کیدی چې ایا دا په تاریخ کې په لومړي ځل د یو خدای عبادت کول و؟ خو هرڅه چې و له دې پیښې څو کلنه وروسته پادشاه او میرمن یې مړه شول او پخوانی نظام بیرته حاکم شو او دا دیني ښار د تل لپاره له خلکو هیر شو، اوس د العمارنه دښتې یوازې د انسانانو لپاره د ډار یو ځای کیدی شي او بس نور څه پکې نه دي پاتې، په ځانګړې توګه دلته هغه هدیره چې ډير تاریخي لرغونتیا لري شتون لري.
د هابو ښار( د دریم رامسس معبد): دا د قبطي مسحیانو یو کلی دی چې له منځینو پیړو پاتې دی، دا د دریم رامسس د مړو د مینځلو ځای و چې د دې ښار پخوانیو خلکو جوړ کړی و، دا ځای په لوی دیوال را پوښل شوی دی او د دښتې په ځيګه او تیږه لرونکې سیمه کې شتون لري. د خرما ونې د دې مقدس ځای په نیژدې سیمه کې شتون لري او دا هغه ځای چې ډير وړاندې نه بلکه څو کاله وړاندې به لا هم د دې سیمې مسلمانې ښځې د اولاد د غوښتنې لپاره د خپلو پخوانیو په شان دې سیمې ته ورتلل.
د دیرالمدینه په نوم ښار کې به هغه کسان اوسیدل چې د اهرامونو په جوولو کې به یې ګډون کاوی، دا سیمه هم د نیل په غاړه په یوه داسې سیمه کې چې له تیږو ډکه ده شتون لري. دلته به هغه کسان اوسیدل چې پاچاهانو او اشرافو ته به یې ښکلي قبرونه جوړول، په سیمه کې شته ډبر لیکونه د دې لرغونو« عادي» مصریانو په اړه ډير په زړه پورې معلومات ورکوي، په دې سیمه کې د دې سیمې د یو قبر کیدونکي او ښکلي کونکي کس قبر هم ځای لري، چې دلته د ده او ښځې یو انځور یې کښل شوی دی او له لیکنو داسې جوتیږي چې ګواکې دوی په جنت کې د کرنې په حال کې دي، چې دې صحنې د مځکې په مخ د دوی ژوند نندارې ته وړاندې کوي، دې خلکو به خپل قبرونه د نن په څير همداسې په خښتو او د ني په لرګیو پوښل چې نی به یې ورته په لمر وچاوو.
د آمون راع په نوم یو ځای هم دلته شتون لري او یو لرغوني ښار ته پاتې کیږي چې پکې د دې دورې د تمدن ۲۰۰۰ کلن تاریخ ټول خدایان لیدل کیږي چې په سر کې یې آمون دی، دلته یو معبد هم شته دی چې فراعنه و پر مقدوني سکندر تر بریده پورې دا ځای ودان کړی و، دلته یو بل لوی تالار لیدل کیږي ته به وایې چې د لندن د سنټ پل کلیسا او د روم د سن پیر کلیسا یې په سینه کې ځای کړي دي لیدل کیږي.په دې ځای کې د ښکلا او لرغونتیا ترڅنګ دومره پراخي لیدل کیږي چې کیدی شي له یو کس څخه پکې لاره ورکه شي په دې ځای کې ډيرې مجسمې دي چې له لاقصر سره نیښلول شوي دي او اوس هم دلته داسې پلان دی چې تر کیندونو وروسته یو ځل بیا ورغول شي.
د هوروس معبد هم د نړۍ د نورو لرغونو سیمو په پرتله ډير ښه ساتل شوی دی، دا ځای د یوناني دورې پر مهال د هوروس لپاره جوړ شوی و، په هغه وخت کې د مصر د فراعنو پاتې شوني د مقدوني سکندر د لوی قومندان بطلیموس له کورنۍ څخه و، د دې ځای په یوه بله برخه کې چې کیدی شی د خوب خونه وي ځينې زیارتونه پکې لیدل کیږي چې تیږې یې صیقل شوي دي، مصریان عقیده لري چې لومړۍ اوبو په دې سیمه کې را پيدا شوي دي او هوروس همدلته پرې را ټيټ شوی دی.دلته به له یوه لرغوني کتابتون سره هم مخ شی.
د پادشاهانو دره د دې ښار د ځمکې پرسر د مړو تر ټولو لویه سیمه ده او هغه ځای دی چې فراعنه به پکې د غلو له امله دلته خښیدل،دا هغه ځای دی چې په ۱۹۲۲ کال کې د بریټانیوي لرغون پیژندونکي هاوارد کارتر له لوري د ځوان فرعون توت عنخ آمون قبر پکې وموندل شو دا قبر په اصل کې یوه لویه او لاس نه خوړلې خزانه ده چې ډير هنري اثاء پکې خوندي دي. په وروستیو کلونو کې دلته د کي وي ۵ قبر هم وموندل شو. د دې قبرونو لومړنی تالار یا لړۍ په ۱۸۲۰ کې یو بریټانیوي ګرځندوی وموندله خ وروسته دا ځای بیا هیر شو خو په ۱۹۹۵ کال کې یو ځل بیا کشف شو، چې په وروستیو پلټنو کې په دې قبر کې ۲۰۰ خالي خونې هم وموندل شوې، خو ویل کیږي چې دلته به ډيرې خونې نورې هم وموندل شي چې د رامسس زامنو لپاره به یوه کورنۍ هدیره وي. ټول قبرونه د ښکلا او جوړښت له پلوه بیلې بیلې دي چې هره یوه یې ۱۰ تر ۱۲ پورې د دهلیزونو لرونکې دي.
الاقصر هم د دې هیواد له لیدونکو ښارونو څخه دی چې د نیل رود غاړې ته پروت دی او په دې سیمه کې دنیل رود شته تیږو یې ښکلا نوره هم زیاته کړې ده، په دې ښار کې شته معبد چې ۴۰۰۰ کاله تاریخي سابقه لري او د ښار په منځ کې پروت دی د دوه تنو فرعونانو لخوا جوړ شوی دی چې یو یې دریم آمنحوتپ نومیږي چې هنر یې ډير خوښیده چې په خپله ۴۰ دوره کې یې مصر ډير ښکلی کړ، او بل یې هم دوهم رامسس دی چې د لویو ځایونو په جوړونکي مشهور .دا معبد د دوی د وخت د خدایانو خدای آمون ته ډالۍ شوی دی، دا ځای د یونانیانو او رومیانو د واکمني پر مهال په خپل حال پاتې شو او وروسته په کلیسا تبدیل شو، چې اوس یې د ستنو په منځ کې یو جومات هم جوړ شوی دی، د دې ودانۍ په لومړۍ دروازه کې د دوهم رامسس د جګړې یادونه چې اوسنی سوریه او د هغه وخت د قادس په وړاندې یې کړې وه حکاکي شوې ده. رامسس د دې حکاکي ترڅنګ د شپږو لویو مجسمو د جوړښت امر هم وکړ او د ده په امر دوه هرمي ډوله ستنې هم د معبد په مخه کې جوړې شوې چې له تیږې څخه د جوړې شوې ستنې یوه یې اوس په پاریس کې ده.