..ړاسره کړئ ېی وعده ده خداېه
چي پر شا نه شې لاوړه ده خدايه
ما ښام ېی ووېل سبا خوله در کوم
څومره اږده دې دغه شپه ده خداېه
څنګه په مينه به زه لاس ور کوم
را کره نن شپه ميلمنه ده خدايه
مينه کوې زه ښه خبر ېمه پرې
شرمېږي ځکه پښتنه ده خدايه
په نېمو شپو درنه ليلا غواړمه
در ته چی ايښي مې سجده ده خداېه
عمران ته هر څه دي ليلا يې خپله
ورته جنت ورته کعبه ده خداېه
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
عمران هجومي
12.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
د ترش لیمو ګټې
ترش لیمو د اسیدي خواصو په لرلو سره ضد عفوني ده، که د مسافرت پر مهال د اوبو پر پاکوالي مو شک درلود کیدی شي یو څو څاڅکي لیمو پکې واچوی کولای شي چې مکروب یې له منځه یوسي.
هغه څوک چې غواړي ځانونه ډنګر کړي که سهار د ډوډۍ له خوړولو څخه وړاندې لیمو له اوبو سره ګډ کړي او لږ شات هم پکې واچوي تر ماسپښينه به وږی نه شي او په دې سره به د چربي او غوړو له شر څخه خلاص شي....
15.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزلراشه چې له زړه په مات اوازڅه درته ووایم نن به درندانو په انداز څه درته و وایمګوتې به د څړیکو دخپل زړه په مراندو کیږدمه پټ به دسلګو سلګو په سازڅه درته و وایمزما په لیونتوب کې يې منطق راټوکولای دینور دخپلې مینې داعجازڅه درته و وایمته به په ترپکو دبلۍ سر ته راوخیږې زه به په سرو سترګو لکه باز څه درته و وایمزه چې شومه ته اوته شوې ورک زما په خوبونو کې بل دمحبت جانانه راز څه...