د ترش لیمو ګټې
ترش لیمو د اسیدي خواصو په لرلو سره ضد عفوني ده، که د مسافرت پر مهال د اوبو پر پاکوالي مو شک درلود کیدی شي یو څو څاڅکي لیمو پکې واچوی کولای شي چې مکروب یې له منځه یوسي.
هغه څوک چې غواړي ځانونه ډنګر کړي که سهار د ډوډۍ له خوړولو څخه وړاندې لیمو له اوبو سره ګډ کړي او لږ شات هم پکې واچوي تر ماسپښينه به وږی نه شي او په دې سره به د چربي او غوړو له شر څخه خلاص شي.
د ستوني د درد لپاره لیمو تر ټولو غوره دارو دي، د چایو یوه قاشقه لیمو په یوه ګیلاس اوبو کې تش کړی او غړغړه یې کړی د ستونې درد به مو ښه شي.
د پوزې د بندوالي لپاره هم ډير ګټور دی کیدی شي څو څاڅکي د لیمو اوبو مو د پوزې پ غار کې واچوی او د پوزې د بندوالي له شر څخه خلاص شی.د معدې او کولمو د درد لپاره یو لیمو په یو ګیلاس اوبو او یوه اندازه شاتو کې ګډ کړی او تر څملاستو یو ساعت وړاندې یې وخورۍ.
له پوزې څخه د وینې بهیدنې یا خون بیني لپاره ډير ګټور دی لږه پنبه د لیمو پر اوبو ککړه کړۍ او په پوزه کې یې کیږدی وینه به یې بنده شي.
که ستاسو په بدن کې زیړ رنګه ټاپي او یا خارښت وي تر ټولو ښه درمل یې لیمو او مالګه دی هغه داسې چې د لیمو اوبو او یوه اندازه ملګه سره ګډه کړۍ او په یاد شوي ځای یې وموږۍ.
د لاسو د پوستکي لپاره ګلیسرین او لیمو ډير ښه وي، لیمو او ګلسرین په مساوي اندازه سره ګډ کړی او بیا یې په لاسونو وموږۍ وګورۍ چې د لاس پوستکی مو څومره نازک کیږي. په ژمي کې له زکام څخه د مخنیوي په موخه خپل لاسونه په لیمو غوړ کړۍ. د لیمو د اوبو خوړل د بډوګو تیږې هم له منځه وړي.