غزل
راشه چې له زړه په مات اوازڅه درته ووایم
نن به درندانو په انداز څه درته و وایم
ګوتې به د څړیکو دخپل زړه په مراندو کیږدمه
پټ به دسلګو سلګو په سازڅه درته و وایم
زما په لیونتوب کې يې منطق راټوکولای دی
نور دخپلې مینې داعجازڅه درته و وایم
ته به په ترپکو دبلۍ سر ته راوخیږې
زه به په سرو سترګو لکه باز څه درته و وایم
زه چې شومه ته اوته شوې ورک زما په خوبونو کې
بل دمحبت جانانه راز څه درته و وایم
ته يې په کنډوچې تل دخپل نازکرشمې کرې
زه به د (حسن) دزړه دنیاز څه درته و وایم
13.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
..ړاسره کړئ ېی وعده ده خداېهچي پر شا نه شې لاوړه ده خدايه
ما ښام ېی ووېل سبا خوله در کومڅومره اږده دې دغه شپه ده خداېه
څنګه په مينه به زه لاس ور کوم را کره نن شپه ميلمنه ده خدايه
مينه کوې زه ښه خبر ېمه پرې شرمېږي ځکه پښتنه ده خدايه...
15.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
ګلالیهو ګلالۍ !ګلالۍ خو په اصل کې د یوې انجلی نوم دی ګلالۍ د خپلې مور نازولې نخره بازه اود کرشمو ډکه لور وه خو کله به هم ترینه یو ځوان زلمی زوی جوړشو چې هغه په عوامو کې عامه خبره چې د تاووه به یې دکور دیوالونه لړزیدل دا هغه زلمی زوی و چې ټول عمر یې د خپلې غمځپلې مور د زړه په ناسور شوو زخمونو د صبر او حوصلې پټی ایښودې.د ګلالۍ د زیږیدنې هیبت د ګلالۍ مور دومره ژړولې او غمولې وه چې د نا توانی یې خپلې ماشومې لور ته شودې نه شوې ورکولی یوې مور ته به له دې نه...