غزل
محمدالله ارین احمدزی
ستا په سترګو کې الهام دی د غزلو
ستا خندا سمه سندره د بلبلو
ستا په مینه کې دي ډير څه ما موندلي
ستا سینه کې ده کرکیله بس د ګلو
ستا په مینه زما مین زړګی چې ښاد شي
ستا هر ناز دی د زخمي زړه د پاللو
ستا په کړس خندا کې دومره لوی تاثیر دی
پرې مینځلی شي ډير زړونه د ناولو
ستا په سترګو کې اغیز د مینې ډير دی
دي سرې شونډې دې پيالې ډکې له مُولو
دا چې زلفې دې پر مخ باندې خورې کړې
نن دې هوډ دی د ارین د ځورولو
04.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل/ طالب منګلتېريږي مې په هوش کې د خيلاتو زنده ګيپه عشق کې ښکلوم د مخلوقاتو زنده ګيخپله ارده مې پرې مضبوده کړه خاوندهله زهرو سره څښلي مې د شاتو زنده ګيښار کې د رنګونو منارې راغورځيدليپه خاورو کې شلېدلي د جذباتو زنده ګيسا په هديره کې به له لاسه سره نيسو که لاړه د وجود لـــه امکاناتو زنده ګيطالبه انسانيت تر دغه حده پورې راغىراټوله ده په اوښکو کې د زياتو زنده ګي&time...
08.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
راحله نوري
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اوونیزې غونډې رپوټ
د میرمن بهیراوونیزه غونډه د ۱۳۸۹لمریز کال د جدی په 11مه نیټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې د یو گڼ شمیر خویندو په ګډون تر سره شوه چې و یانده یې آغلې اوږۍ امیل او میلمانه یې د ځوانانو په عمل کې د ټولنی سیمه ییز مسوول ښاغلۍ فضل احمد را حل او د هیواد تکړه لیکوال ښاغلۍ رودوال وو، غونډه د تل په شان د تیرې غونډې درپوټ په لوستلو پیل شوه ورپسی د بهیر پر کاری مسای...