راحله نوري
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اوونیزې غونډې رپوټ
د میرمن بهیراوونیزه غونډه د ۱۳۸۹لمریز کال د جدی په 11مه نیټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې د یو گڼ شمیر خویندو په ګډون تر سره شوه چې و یانده یې آغلې اوږۍ امیل او میلمانه یې د ځوانانو په عمل کې د ټولنی سیمه ییز مسوول ښاغلۍ فضل احمد را حل او د هیواد تکړه لیکوال ښاغلۍ رودوال وو، غونډه د تل په شان د تیرې غونډې درپوټ په لوستلو پیل شوه ورپسی د بهیر پر کاری مسایلو خبرې وشوې او د غونډی میلمه ته د بهیر د فعالیتونوپه اړه معلومات ورکړل شول چې نوموړي په راتلونکي کې د همکاریو ژمنه وکړه او په ضمن کې وویل شول چې د میرمن بهیر غړي په منظم ډول په اوونیزو غونډو کې ګډون نه کوي او دا د دی باعث ګرځی چې د بهیر په کارونو اغیزه وکړي همدا راز د بهیر له غړو وغوښتل شول تر څو سایټ ته خپلې لیکنی راولیګي او نور مواد هم په بیلابیلو برخو کې واچول شي،
همداراز له ساهری شریف له خوا د مالیاتو ګذارش ورکړل شو اونوموړی زیاته کړه چې د ښکلا د کتاب چاری هم پرمخ ځی او په راتلونکو دوو ورځو کی به کمپوز او چاپ ته آماده شي،
د غونډې په دویمه برخه کې د لیمه نیازۍ لنډه کیسه کرکتنې ته وړاندی شوه
د ژوند نا خوالې د فقر او بیسوادي په هنداری کې
ژوند هغه چینه ده چې انسانان پکې د سپینو شګو په شان پراته دی خو کله چې دا چینه له یو خړسیلاب سسره مخامخ شی دا سپینې شګې په یوې کرغیړنې خړې بدلیږی د دې خبرې تعبیر په دې معنا ده چې کله په انسانانو باندې د ژوند بوج له روحی او جسمانی لحاظ نه ډیر شی نو د زغم سرحد آخری مرزونو ته رسیږی د ژوندد دښتې وچکالۍ په دوه شیانو کې نغښتې ده چې ډیر خلک یې د تندې سره مخامخ کړي دي هغه دوه شیان فقر او بیسوادي ده همدارنګه زمونږپه ټولنه کې هغه ستر خنډونه چې افغانان یې هم له پرمختګ نه شاته پریښی دی دا دوه شیان دی فقر او بیسوادی دا مرموزې پدیدې یو بل سره تړاو لری یعنې همدا فقر دی چې بیسوادی منځ ته راوړی د مثال په ډول کله چی ناداری رامنځ ته شی نو انسان خود په خوده ددې لپاره چې وږۍ پاتې نشی تعلیم پریږدی او کار کوی د تعلیم تر څنګ کار کول بده خبره نده خوا دا چې زمونږ په وطن کې د ځوانانو لپاره کار نشته هغوی مجبوره دي چې بهر ملکونو ته لاړ شي چې دا هم د بیسواده پاتې کیدو یوه نښه ده فقر او بی سوادي چې رامنځ ته شی نو خامخا تاوتریخوالۍ منځ ته راځی.
ولې تاوتریخوالۍ منځ ته راځی؟
د بی سواده نسانانو عقل او ماغزه دومره درک نلری چې د بوج نه ډکه خبره په خپلو اوږو واخلی او دا توان په وجود کی نه وینی چې هغې ته د حل لاره پیدا کړی نو مجبوره ده چې یا څوک ووژنی او یا خپله لور بده کې ورکوی یا خپل ځان وژنی،
که څه هم او ۲۱ مه پیړی ده خو زمونږ ټولنه لا تر اوسه له بدوی ژون او رسم و رواج نه نده وتلې تعنې هغه دودونه چې اسلام یې د کولو اجازه نه ورکوی
زموږ خلکو د سمتی، ژبنی او قومی دودونو پر بنسټ دا کارونه منځ ته راوړی دی، نو مونږ ته لازمه ده چې عامه ذهنیتونونه په دی وپوهوو چې دا ناوړه دودونه نه دا چا په ګټه تمام شوی او نه تمامیږی نو څه ښه ده چې د هرې خبرې پریکړه په یو ژور فکر سره وڅیړو یعنې هغه کار چې کوو پیل او ختم یې باید دواړه په نظز کی ولرو.
اود غونډی ګډونوالو پری خپل نظرونه ورکړل په پیل کې د غونډې میلمه ښاغلې احمد فضل راحل وویل چی لیکنه یې د مفهوم نه ډکه او موضوع یې ډیره ښه انتخاب کړې وه چی او سمهال یو زیات شمیر هیوادوال پر دې ستونزو اخته دی ورپسی آغلې اوږی امیل زیاته کړه چی په ډیرو کمو اوښکلو الفاضو کې یې له محتواډک پیغام خپلومخاطبینو ته رسولی وو همدا راز آغلی مرضیه آرزو وویل چې په لیکنه کې ذکر شوي چې فقر او بیسوادی دا دوه مرموزې پدیدې دي دادوه پدیدې مرموزی نه بلکه ښکاره پدیدې دي نو باید ښکاره د مرموزی په ځای راشي خو بیا جمیله ضریف وویل چې ددی مطلب په دی جمله کې ددی دوو پدیدو ارتباط په مرموز شکل دی نه دادوې کلمې، او دایی زیاته کړه چې د جملاتو تسلسل په ډیره ښه وجه پکښې مراعات شوي وو د کرکتنې برخه د آغلې سونیا مدبر د نظریاتوپه ویلو سره پای ته ورسیده.
د غونډې دریمه برخه چې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه دحمیدې پکتیا نۍ او د بلینډه بدرۍ دلاندې شعرونو په لوستلو سره پیل شوه،
اوس چې دې نوم واخلمه سندرې رانه هېرې
تاته مې ساتلې وي خـــبرې رانه هېـــرې شــــي
خاورې د همـزولو په يــادونـــو بانــــدې واړوم
ستا په ياد همزولې او ګـودرې رانـــه هـــرې شي
مونږ ترې تابوتونه دوی ترې ښکلې ماڼۍ جوړې کړي
څنګه د پکتيا د غرو نښـترې رانــه هـیرې شــــــي؟
نه ځم ورپـــسې اوس پکتــــيانۍ غـــــرونـــــو رغونو ته
ســـترګې د يـــار ګـــورمه ګورګــورې رانـــه هېرې شـــي
ـــــــــــــــــــ
راوړی چا پر تاباندې ايمان دی او چانه دی
اې مينې ، چا منلی دې قرآن دی او چانه دی
دعوه د لېونتوب خو ډېرو کړې په دې چم کې
خو څېرې چا ټټر او يا ګرېوان دی او چا نه دی
بيعت خو د سندرو سره ټولو خلکو کړی
خو ځان چا رسولی تر رحمان دی او چا نه دی
او ورپسې دغونډې د ګډونوالو هرې یوی آغلې شاهین شریف، آغلې ګلالۍ امرخیل، آغلې لیمه نیازۍ، آغلې عزیزه آفغان، آغلې سونیا مدبر، آغلې شکریه خروټې، آغلې ګل مینه یوسفزۍ، آغلې پاریسه خزان، آغلې زمزمه عرب نیازۍ، آغلې جمیله ظریف، آغلې مرضیه ارزو، آغلې هوسۍ وفا، آغلې شریفه صیف د شعرونه په ستلو پای ته ورسیده.
او د غونډې په پای کې د وخت د کموالې له امله د ښاغلی رودوال پریزنتیشن راتلونکی اوونۍته پاتې شو اووپتیل شوه چی ښاغلۍ رودوال به په راتلونکې غونډه کې د ارتباطاتو په اړه او ښاغلی عبدالنافع همت به د ډرامې په اړه خپل پریزنتیشن وړاندی کوي اود آغلې زمزمه عرب نیازۍ د ستومانه هیلې تر عنوان لاندې شعری ټولګه هم د بهیرپه غړو وویشل شوه او غونډه د مازدیګرنۍ په خوړلو پر څلورو بجو پای ته ورسیده.
هيره دي نه وي چي د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي جوړيږي.