اوښکه
کاشکې پاکه دا دنیا وای لکه اوښکه
له بدرنګو نه صفا وای لکه اوښکه
د الفت په میکده کي اوسیدلای
له بیلتون سره پخلاوای لکه اوښکه
نور دي هیڅ نه وای بس رب ته وای محبوبه
تویه شوي په دعا وای لکه اوښکه
په لیمو کي دجانان چي مي دېره وای
هم په غم هم په خندا وای لکه اوښکه
یا د غاړي لونګین زه د جانان وای
یا ګریوان کي په نڅا وای لکه اوښکه
له لیمو مي تر ګریوانه مزل کړلای
ډیر خوش بخته تر هر چا وای لکه اوښکه
ما به ولي د سیدشاه مریدي نه کړه؟
که یې کار په انتها وای لکه اوښکه
سیدشاه خروټی-لندن
03.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
د ووه زره لسم كا ل
بشر مل نا صر
زه دي په ژوند كې بېرته نه يا دوم
تا د زخمونو سو غا تو نه ر اكړل
زما په زړه د ووه زر ه لس زخمو نه
زما كما ل دي رانه بېل كړ په ژوند
زه د هغه له لمر ين تو رو څخه
د عر ش تر ورځي دي محرومه كړمه
د غم سېلا ب دي پد ې كلي را وست...
04.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل/ طالب منګلتېريږي مې په هوش کې د خيلاتو زنده ګيپه عشق کې ښکلوم د مخلوقاتو زنده ګيخپله ارده مې پرې مضبوده کړه خاوندهله زهرو سره څښلي مې د شاتو زنده ګيښار کې د رنګونو منارې راغورځيدليپه خاورو کې شلېدلي د جذباتو زنده ګيسا په هديره کې به له لاسه سره نيسو که لاړه د وجود لـــه امکاناتو زنده ګيطالبه انسانيت تر دغه حده پورې راغىراټوله ده په اوښکو کې د زياتو زنده ګي&time...