اوس دې په تمه او یادونه باندې شپې تیروم

ستا دفراق په اور کې سوزم او تیرې تیروم

له کلي تللي خلک ټول بیرته را وګرځیدل

ستا دراتلو په هیله ناست یم شوګیرې تیروم

کلونه وشول چې کتو ته دې لیواله یمه

ظالمه بس کړه ستا لپاره دا لحظې تیروم

ډیرو غمونو رانه لار د ژوندانه ورکه کړه

وریت شوم په اور خو ستا لپاره دا شیبې تیروم

نور دوفا دژوندون ستوری دلویدو په لور ده

ځکه له ځان سره ژړیږم دا کیسې تیروم

کابل

وزیر اکبرخان مینه