ملګرى:
يوه سړي د مړينې پرمهال خپل ملګري ته وويل: ياره! پروسږ کال ستا هغه پنځوس زره روپۍ ما پټې کړې وې او ستا د کارخانې کارګر هم ما لمسولي وو، که ته غواړې له ما څخه خپله بدله واخلې، نو کولاى شې.
ملګري يې په ځواب کې ورته وويل: ((ملګريه! هيڅ خبره نه ده، تا ته زهر هم ما درکړي و.))
ناوې:
د واده په شپې هلک له خپلې ناوې څخه وپوښتل: ګرانې! له ما مخکې دې له چا سره مينه درلوده؟
ناوې هيڅ ځواب ورنه کړ، هلک ورته وويل: موږ خو پخپله خوښه واده کړى، ولې شرمېږې؟
ناوې بيا هم غلې وه، هلک بيا وپوښتل، د ناوې طاقت ونه شو له مخه يې پړونى لرې کړ او په قهر يې ورته وويل:
ولې دومره بې صبره يې؟ پرېمېږده چې لږ په ارامه يې وشمارم.
د ماليې مامور:
په لاره يوه هلک يوه افغانۍ له ستونې تېره کړه، مور يې ډېره پرېشانه وه، که هر څه کوښښ يې وکړ، خو هيڅ يې هم ونشواى کړاى.
په دې کې يو سړى په لاره تېرېده، هغه دا هلک سرښکته زوړند کړ، او له ستونې يې هغه روپۍ راوويسته.
ښځې ترې مننه وکړه او ورته يې وويل: ته لکه چې ډاکټر يې؟