غزل
قاف ،الف او ميم تـــه پـــه هند ارې زړه كې ځا ى لرم
وخته! هر يتيم تــــه پـــــه هند ارې زړه كې ځا ى لرم
څوك چې د جا نا ن خا لونــه شمېرې دا ثواب ګڼــم
دا رنګــــه رحيم تــــه په هندارې زړه كې ځا ي لرم
چـــا لمـــن دامن دتــــود جنګ پـــه غېږ كې ونيوه
خدايه! دې صميم ته په هندارې زړه كې ځا ى لرم
يووخت به قد م دسولې كښېږد ي پــه زحمي وطن
ځكــــه وغليم تـــه پـــه هند ارې زړه كې ځا ى لرم
څــوك چې مې صفت راتـــه د حٌسن د جا نا ن كوي
خيا لـــه دې عظيم تــه پـه هندارې زړه كې ځاى لرم
چاتــه چې سكروټې د نمــرود جنت پــه څېر شولې
هغــه! ابراهيم تــــه پـــه هند ارې زړه كې ځا ى لرم
ماتـــــه د هجرا ن دوزخ تڼاكې پـــــه زړه راكړلې
ستا ښكلي تسنيم ته پــــه هندارې زړه كې ځاى لرم
غېــږه ورتــــــه نيسم بشرمل چې ستا دكلــــــي وي
يـــاره ! و نسيم تــــه پــــه هندارې زړه كې ځاي لرم
د یارانو د پام وړ:
یارانو وګوری د بشر دا ښکلی غزل خو وايي چې په لومړي بیت کې د شاعر موخه له ق ـ الف او میم څخه ده خپل اندونه پرې را ولیږ.