غزل

خدایزده چې څنګه دې تنها پریښودم

له ځان نه لرې دې جدا پریښودم

بیګا مې ټوله شپه له ځان سره ویل

دمینې جنګ کې دې اشنا پریښودم

دا مې ګناه وه چې مې ونه خندل

په لویه لاره کې دې په دا پریښودم

زه په دې تمه چې وصال به وشي

خو ټوله شپه دې په ژړا پریښودم

مینه دې وکړه خو بیا لاړې پسې

په چم ګاونډ کې دې رسوا پریښودم

ښکلي هیڅکله نه خپلیږي وفا

ځکه په ژوند کې بې وفا پریښودم


کابل 

وزیر محمد اکبرخان مینه