علم ګل سحر
عادت شوی
اوس په دې مالت کې زه بې یاره عادت شوی یم
یاره خپه نه شــې ستا لپاره عادت شوی یم
دلته مې اوس یار نشـته کلونه دي،اوښتي خو
هر ماښام راځمـه په دې لاره عادت شوی یم
وګورمه ښکلو ته ، بیا ژر جومات ته ولاړ شمه
زه له وړکتوبـــه ښه دیندار عادت شوی یم
پیتاوي ته به کینمه او سیوري ته به پریوزمه
زه د هر پښتون غوندې بیــکاره عادت شوی یم
راځې که نه راځې زه درته هم سترګې په لار نه یم
اوس نوله خزان ســره بهـاره عادت شوی یم
۱۷/ ۱۱/ ۱۳۸۷
کابل – پښتونستان واټ
24.10.2009
- علم ګل سحر
ژباړن : علم ګل سحر
مرکه
په یوه ورځپاڼه کې مې یوه اوږده مقاله ولوستله چې سر لیک یې دا وو:
( خټه دانسان په لاس کې )
دمقالې له لوستلو وروسته پوه شوم چې یوداسې موزیم شته چې دکلالي په برخه کې هنري اثار پکې را ټول شوي دي پریکړه مې وکړه چې دا موزیم له نږدې ووین...
27.10.2009
- علم ګل سحر
علم ګل سحر
دموکراسي ممنوع
دهغه له راتلو مخکې یې په باره کې په ډیرو شیانو پوهیدم . هغه په امریکا کې ۶ کاله زده کړې کړې وې ، موږ په دې ډیر نازیدو چې له داسې یو شخص سره به وینو . دخپلو پخوانیو معلوماتو له مخې مې پخپل ذهن کې له هغه نه دفزیک ښوونکی جوړ کړی و، خو کله مې چې ولید پوه شوم چې تیروتی یم ،ځکه چې زموږ ټولو ۶۰ کسو تصوراتو هغه څنګه چې...