علم ګل سحر

دموکراسي ممنوع

 دهغه له راتلو مخکې یې په باره کې په ډیرو شیانو پوهیدم . هغه په امریکا کې ۶ کاله زده کړې کړې وې ، موږ په دې ډیر نازیدو چې له داسې یو شخص سره به وینو . دخپلو پخوانیو معلوماتو له مخې مې پخپل ذهن کې له هغه نه دفزیک ښوونکی جوړ کړی و، خو کله مې چې ولید پوه شوم چې تیروتی یم ،ځکه چې زموږ ټولو ۶۰ کسو تصوراتو هغه څنګه چې و هغسې نه و، تصویر کړی .

کله چې په لومړۍ ورځ ټولګي ته راغی ۵ کسه شاګردان یې له خپلو ځایونو را جګ کړل پوښتنې یې ترې وکړې.

هغه پنځه واړه دټولګي منځني او نا لایقه شاګردان ول ،ویې ویل :

-        قربان دلته یې درس نه دی ورکړی.

-        چا موږ ته څه نه دي را زده کړي.

 زموږ نوي ښوونکي له ساړه اسویلي وروسته وویل:

-        عجیبه ده ،څنګه تاسې تر دې ټولګي رارسیدلي یاست؟

دنوي ښوونکي دې خبرې حسن کچالو خواشینی کړ ، ویې ویل:

-        خو قربان تاسې سوالونه له داسې ځایه انتخاب کړې دي ، چې موږ هیڅ نه دي لوستي.

نوي معلم نوري ته مخ ورواړاوو، ویې ویل:

-        مهرباني وکړﺉ ، تاسې راشی.

نوري چې دداسې یوه کار تمه نه لرله ، په کړاو دتختې مخې ته ودرید،زموږ نوي ښوونکي وپوښت:

-        تاسې چې دښوونځي له دورې دفزیک په باره کې په هر څه پوهیږﺉ ، راته ویې وایاست.

نوري یوازې وکړای شوای چې دفزیک نوم واخلي ، وروسته له هغه یې رنګ والوت ،چوپ ودرید.

زموږ نوي ښوونکي دفزیک له درس ورکولو پرته بله علاقه هم لرله او هغه داوه چې په هر شکل کیږي دفزیک ترڅنګ موږ ته ددموکراسي درس هم راکړي.

ښه مې یاد دي لا تر هغه وخته چا ددموکراسي نوم هم نه و ، اوریدلی ، لازموږ دهیواد روښنفکرو هڅه کوله چې دویټامینونو نومونه زده کړي !..

البته دا خبره مې ځکه وکړه چې پوه شی دموکراسي دویټامینونو له راتلو کلونه وروسته زموږ هیواد ته راغله!..

موږ دخپل نوي ښوونکي نوم ځکه دموکراسي ایښی و،چې د فزیک دساعت نیم وخت یې دموکراسي ته ځانګړی کړی و،ده هیڅ وخت نه غوښتل له امریکا او دهغې له دموکراسي څخه سترګې پټې کړي .

موږ ۶۰ کسه په هغه تحصلي کال په فزیک پوه نه شوو ، په دموکراسي دومره پوه شوو، چې پخوابه مو یوبل ته آهای، آو، اوهو غږ کاوو اوس ورته ښاغلی او قربان غږ کوو. بله داچې ددرس په وخت کې دټولګي کړکۍ او دروازه خلاصي پریږدو!

دفزیک ددرس په وخت کې به یې ددموکراسي له خاطره ویل:

-        ښاغلو که هوا توده وي ،کړکۍ به پرانیزو؟

او هغه وخت و، چې د۶۰ کسو شاګردانو ګډ آواز پورته کیده:

-        خلاصې به یې کړو قربان...خلاصې به یې کړو.

خو زیاتره وخت به دټولګي له پایه چیغې را پورته کیدې:

-        بندې یې کړﺉ قربان ...بندې کړﺉ.

او په دې پسې به زموږ په ټولګي کې ددموکراسي ګډوډي پیلیده:

-        فربان خلاصې یې کړﺉ.

-        قربان بندې یې کړﺉ.

-        له ګرمي وسوځیدو.

-        له یخني سټ شوو.

نوري او شوکت رخت مینځونکی به تل ددغې دموکراسي په مخالف لوري کې ول.

شوکت به که نن ویل دروازه یا کړکۍ خلاصې کړﺉ سبا به یې ددې عکس کار کاوو ، نوري به بې له دې چې کوم پروګرام ولري دده په مخالف لوري کې ولاړ و.

خو ځینې وخت به بیا دغه دواړه سره جوړ شول ، په ګرمي کې به یې دروازه اوکړکۍ بندولې او په یخنۍ کې به یې خلاصې پریښودې .

ددروازې او کړکیو دخلاصولو یا تړلو لانجې به دټولګي نیم وخت نیو.که به هلکان چوپ ول ، نو ددموکراسي له خاطره به یې ویل:

- هیله کوم یوتن شاګرد دې دهغو کسانو په استازیتوب چې دکړکیو دخلاصولوپلویان دي ، ودریږي او په دې مو ضوع دې رڼا واچوي .

دلته وه چې دموکراسي به شروع کیده او دغوصې په وخت کې به مو یوبل ته د خره او ...خطاب کاوو، ده به ویل :

-        ښاغلو په دموکراسي کې خر او داسې شیان نه لرو، ښه ده چې یو بل ته ښاغلی ووایاست.

هغه څوڅو واره موږ ته دا نصیحت کړی و.موږ به هم په عادي حالاتو کې یوبل ښاغلی محمد ،ښاغلی احمد، ښاغلی حسن او ښاغلی حسین بلل.خو که به په قهر کیدو نو دوستان به مو دخره له لقبه نه محرومول.

موږ به کله چې پوهیدو چې ښاغلی بهجت له ټولګي وتلی ، له شا به مو چیغې پسې وهلې:

- ژوندۍ دې وي دموکراسي .

  زموږ دفزیک درس پر هغه کال داډول تیر شو او بهجت ډاډه و،چې دموکراسي یې موږ ته په ښه ډول را ښودلې ده.

ښاغلي بهجت غوښتل خپل دغه بریالیتوب د لیسې غټانو ته هم وښیي،له ورځو څخه یوه ورځ یې وویل:

-        هلکانو ځانونه تیار کړﺉ دشنبې په ورځ غواړم په لوی سالون کې ددموکراسي په اړه سیمینار ورکړم،تاسې باید هلته په ښه ډول ترې دفاع وکړﺉ.

     زموږ په ټولګي کې دری ډلې دعلم په زده کړه بوختې وې ، دبهجت په وړاندیز دهرې ډلې تکړه کسان ددې کار لپاره وګومارل شول .

دشنبې په ورځ ټول شاګردان سالون ته راغلو ،ښاغلي بهجت زموږ دلیسې له ښوونکو او زده کوونکو پرته خپل ملګري او دنورو ښوونځیو ښوونکي هم راوستي ول ، دښاغلي د میلمنو شمیر ۵۰۰ ته رسیده .

نوري او شوکت رخت مینځونکي دسالون په دواړو خواووکې مورچلونه نیولي ول.

تور احمد او محمد موش ګیر هم خپل پلویان را ټول کړي ول ،دسالون په یوه کونج کې په انتظار ناست ول ، ټول کارونه جوړشوي ول.

په دغه لوی سالون کې چوپتیا خوره وه ، زما په ګومان دلیسې په ټول تاریخ کې دا لومړۍ ورځ وه ، چې سالون یې داسې بې غږه غوږه و.

له لږ ځنډوروسته ښاغلی بهجت تریبون ته ولاړ او دا مرګونې چوپتیا یې ماته کړه .

ښاغلي بهجت ددموکراسي او دهغې دګټو، دموکراسي او ښوونه او روزنه، دموکراسي او دامریکایي ټولنې پرمختګ،دموکراسي او دبدن روغتیا په اړه اوږدې خبرې وکړې ویې ویل:

-        ګرانو دوستانو اوس ستاسې پام دلیسې ددوو ډلو زده کوونکو جروبحث ته چې دموکراسي یې په ښه ډول زده کړې را ګرځووم.

نوري په څنګ ووهلم پوښتنه یې وکړه :

-        او هو ... ته دکومې خوا یې؟

-        زه دهغو کسانو پلوی یم چې وایي خلاصې دې وي.

-        ډیر ښه چې هیر دې نه شي ... دخپل څنګ کس ته دې هم ووایه چې ځان ورک نه کړي.

موږ بیخي تیار و او ښه پوهیدو چې ددغه بحث له جوړیدو دښاغلي بهجت مقصد دادی چې دلیسې مدیر وپوهوي ، ځکه مدیر له دموکراسي او دې ډول کلیمو سره جوړه نه و .

البته په دې خبره هغه وخت پوه شوي و ،چې څو ځله مو دمدیر آواز له ادارې څخه اوریدلی و،چې ویل یې:

-        بابا دموکراسي لا څه ګندګي ده.

اوریدلي مو ول، چې یوځل ښاغلی بهجت په غوصه له ټولګي ووت ، موږ ټولو چیغې کړې:

-        ژوندۍ دې وي دمو کراسي.

ښاغلې ستاسې سترګې دې بده ورځ ونه ویني لا څو ثانیې تیرې نه وې چې ښاغلی مدیر په قهر ټولګي ته راننووت ، نوري یې کلکه لغته وواهه ، خو نوري چې دمدیر څلور برابره وزن درلود ددموکراسي دنه فتح کیدونکې کلا په څیر پخپل ځای ټینګ ولاړ و، یوازې ښاغلی مدیر دری څلور قدمه شاته ولاړ ، له دیوال سره سخت ولګیده .

ښاغلی مدیر داځل دشوکت رخت میځونکي خواته ورغی چې هغه تر خپلو لغتو لاندې کړي ، خو وار له واره یې پام شو چې شوکت تر نوري کم نه دی ، نو دخپلې غوصې دتسکین لپاره دیو بل کمزوري شاګرد په لټه کې شو  دغه بد مرغي زما مړه موږک په برخه شوه .

مدیر وهلم او ما سورې وهلې:

-        ښاغلی مدیر په خدای زه نه وم ، زه په دموکراسي له خلاصولو بندولو پرته په بل څه نه یم پوه شوی.

دوو دریو ښوونکو ایله بیله ترې خلاص کړم . پخپلو غوږو مې واوریدل چې مدیر ویل:

-        زموږ دبیګناه شاګردانو فکرونه مسموموي.

 

ددغو جریانونو په لیدو پوهیدو چې دمدیر او ښاغلي بهجت ترمنځ په پټه او ښکاره سړه جګړه روانه ده .

موږ ښه پو هیدو چې په پای کې یو ددې سړې جګړې ګټونکی دی .

خو زړه مو ډیر غوښتل چې ښاغلی بهجت بریالی شي ، ځکه که هغه بریالی شي نور ښوونکي هم دده په پله ځي او ټول تعلیمي کال به مو دکړکیو په خلاصولو او تړلو تیر شي.

ښاغلي بهجت له وینا وروسته یو سپین ږیری تربیون ته بوت ،ترې ویې غوښتل چې دبحث وړ موضوع غوره کړي .

سپین ږیري موږ ته مخ راواړاوو ویې ویل:

-        زامنو تاسې نه دې اوریدلي چې وایي سلیم عقل په روغ بدن کې وي . دغه حکیمانه خبره یوه یوناني ستر سړي کړې  ده ، اوس له تاسې غواړم په دې اړه بحث وکړﺉ چې دا خبره سمه ده که غلطه .

 ښاغلي بهجت له سپین ږیري مننه وکړه و موږ ته یې مخ را واړاوو ، وې ویل:

-        هیله کوم دهغو کسانو استازي چې وایي داخبره سمه ده او دهغو کسانو استازي دې چې وایي دغه خبره سمه نه ده تربیون ته راشي ،هر یو دې دبل دنظر په ردولو سره خپل دلیلونه ووایي ، البته دغه بحث ددموکراسي په چوکاټ کې په ازاد ډول تر سره کیږي .

لکه څنګه مې چې دمخه له خپلو دوستانو سره خبرې کړې وې ، په لوړ اواز مې چیغې کړې:

-        اجازه راکړﺉ چې خلاصې یې کړو.

-        حاضرکسان زموږ په خبرو پوه نه شول ، دپلان له مخې باید مقابل لوري هم چیغې کړې وای .

-        اجازه راکړﺉ چې بندې یې کړو .

موږ په دا یوه کال دفزیک په درس کې ددموکراسي په هکله ایله دکړکیو خلاصول او تړل زده کړي ول .

بیا مې چیغه کړه:

-        خلاصې یې کړو.

زما له اوازه وروسته ، یوه وحشتناکه چیغه را پورته شوه:

-        وایم ویې تړو...

له دې غږوروسته دهلکانو کڼوونکې چیغې اسمان ته پورته شوې:

-        خلاصې کړو.

-        بندې کړو.

ښاغلی بهجت متوجه شوی و، چې لومړۍ چیغه ما پورته کړې، راته ویې ویل:

- اوس نو تربیون ته راشه او په دې اړه خپل نظر څرګند کړه .

ما چې دمخه دا نه وه سنجولې زړه نا زړه تربیون ته ولاړم .

ښاغلي بهجت وپوښتلم:

-        ښاغلی اکبره ستاسې په آند ایا سلیم عقل په سالم بدن کې دی؟

-        قربان اجازه راکړﺉ خلاصې کړو.

ما لادا خبره پای ته نه وه رسولې ، چې دکړکیو دتړلو پلویانو چیغې کړې :

ښاغلو اجازه راکړﺉ بندې یې کړو.

ښاغلي بهجت په ناراحتي وویل:

-        ښاغلی اکبر پوښتنې ته ځواب ورکړﺉ ایا سلیم عقل په سالم بدن کې دی؟

زه ددې پو ښتنې په مقابل کې بیخې هک پک وم ، دا نورو پخپلو منځو کې خبرې کولې ، تر څو چې یو چاغ سړی دهغوی له مینځه را پورته شو ، وې ویل:

-        بې له شکه دهر چا لپاره لومړی روغ بدن ضرور دی ، ځکه دیو ناروغ کس ...

یوه بل ددغه سړي خبره پرې کړه ، وې ویل:

-        که ستاسې خبره سمه وي نو بیا باید دا د غیږې نیولو او تورې وهلو ټول اتلان پوهان او پروفیسوران وای.

دکنفرانس ګډونوال هم زموږ دهمټولګیانو غوندې  له یو بل سره په ناندریو  ول.

ښاغلي بهجت بیا له ما وغوښتل چې خپل نظر څرګند کړم.

له ناچارۍ مې وویل:

-قربان څوشیبې دمخه مې وویل چې زما په عقیده با ید کړکۍ خلاصې کړو.

په ښاغلي بهجت مړې خولې راماتې وې ،نه یې شوای کولای دکړکیو دتړلو  خلاصولو موضوع له نوې طرحه شوې موضوع څخه بیله کړي، ماهم له وخته ګټه واخیسته پسې زیاته مې کړه :

-        داچې اوس دپسرلي موسم دی دهوا دتودوخې له امله مجبور یو کړکۍ خلاصې کړو.البته ازادې هواته اړتیا لرو او ستاسې په اجازه به یې خلاصې کړو .

ښاغلي بهجت دکړکیو دتړلو دپلویانو استازی احضارکړ ، هغه ښاغلی صمد و، صمد چې دتربیون شاته ودرید، وې ویل:

-        زه داکبري له نظر سره بیخي مخالف یم.

ښاغلي بهجت سوکه وویل:

-        ښاغلی صمد تاسې ښه پوهیږۍ چې په دموکراسی کې اکبری نه لرو ، ښه به وي هغه ته دښاغلي اکبر خطاب وکړې.

-        ډیر ښه خو زه له دغه ښاغلي هلکي سره په یوه نظر نه یم.

په غوصه مې وویل:

-        صمد جانه له خولې سره دې پام کوه ، خپله خبره وپیژنه ، زه خپل نوم لرم او نوم مې هلکی نه دی.

ښاغلي بهجت وویل:

-        ښاغلی اکبر! صمد جان مه وایه ښاغلی صمد ووایه .

-        ښه ښاغلی بې بنیاده صمده ، ته له ماسره مخالف یې؟

ښاغلي بهجت وویل:

-        داسې مه ورته وایه، داددموکراسي داصولو مخالف کار دی.

په دې وخت کې ګډون وال هم په دوو ډلو وویشل شول ، یوې ډلې دسلیم عقل او دې بلې ډلې دروغ بدن پلوي کوله ، په دې ډول په سالون کې ددوو موضوعګانو په اړه بحث پیل شو.

په داسې حال کې چې موږ دکړکیو دپرانستلو او تړلو پر سر جنجال جوړ کړی و ، دانورو دسلیم عقل او سالم بدن خبره سره اړوله راړوله ، تر څو یې چې ستوني ورسره مرسته کوله ،چیغې یې وهلې .

ښاغلي نوري چیغې وهلې:

-        باید خلاصې یې کړو.

تور حلمي نارې کړې:

- باید ویې تړو.

دموکراسي بهجت چې دګډونوالو دچیغو او نارو په منځ کې هک حیران ولاړ و و له صمده وپوښتل:

-        ولې باید کړکۍ وتړو؟

 دصمد چې څه په نظر ورتلل او دکړکیو دتړلو لپاره یې لازم بلل دفزیک ښوونکي ته یې وویل .

دغه دموکراتیک بحث او جنجال اوج ته رسیدلی و.

ما په زوره چیغې کړې:

-        آهای خره حلمي ولې ولاړ یې؟

خو بیرته ژر را په هوښ شوم ، پام مې شو چې ددموکراسي له اصولو څومره لیرې شوی یم .

تور حلمي بې له دې چې پوه شي ، زه له خپلې خبرې پښیمانه یم ، زما ګریوان یې ونیو ، چیغې یې کړې:

-        خر پخپله یې ، خر ستا پلار ...

په یوه شیبه کې دلیسې تالار دتن په تن جګړې په صحنه بدل شو،ترڅو مو چې کولای شوای یوبل مو په څپیړو او سوکانو ووهل.دخدای شکر دی چې رخت مینځونکي شوکت او نوري منځګړتوب وکړ او زموږ جنجال یې پای ته ورساوو.

دخلاصو کړکیو پلویانو په زوټه زوټه چیغې وهلې او دکړکیو دخاصي پریښودو جدي غوښتنه یې کوله  او دکړکیو دتړلو پلویانو پخپله غوښتنه ټینګار کاوو.

دنورو راغلو حالت هم ترموږ ښه نه و ، نارو سورو یې غوږونه کڼوول.

ترڅو چې زموږ دمدیر بوږنووکی غږ چې ترهغه وخته مو له هغه داسې آواز نه و، اوریدلی زموږ غوږو ته راورسید.

مدیر وروسته له هغه چې موږ ته ښکته پورته وکتل ماته وویل:

-        ښه دلته څه خبره ده؟

ښاغلی بهجت چې کرتۍ یې چرموړل شوې او کمیس یې څیرې شوی و، په یوه کونج کې ولاړ و او څه یې نه ویل. دلیسې تالار یوه سوځیدلي ځای ته پاته کیده ، ما چې دویلو لپاره څه نه لرل ، یوازې مې وکړای شول ووایم:

-        قربان ،تورحلم، قربان رخت مینځونکی شوکت قربان...

ښه مې په یاد دي چې په دې وخت کې مې دلیسې دمدیر په جانانه څپیړه په سترګو توره شپه شوه . له هغه وروسته بهجت بلې لیسې ته تبدیل شو ، کارونه خپل عادي حالت را وګرځیدل.

له هغې ورځې وروسته چې مدیر ټولګي ته را ننوزي ، چې کړکۍ خلاصې وویني ،چیغې کړي:

-        دموکراسي ممنوع ، کړکۍ وتړﺉ.

او هر وخت یې چې بندي وویني د ( دموکراسي ممنوع) جملې په ویلو سره یې د پرانستلو امر کوي.

اوس ښاغلي  صمد، تور حلمي ،رخت مینځونکی شوکت او ښاغلی نوري زموږ دهیواد له مشهورو سیاستوالو څخه دي ، تاسې هغوی ښه پیژنی ، مایې په دې مقاله کې نومونه بدل کړل

خوپه دې منځ کې زه  هیڅ شی هم نه شوم . څوورځې مخکې مې په واټ کې ښاغلی بهجت ولید ، له جوړ په خیر وروسته مې  دتیروخت په باب ترې وپوښتل.

دهغه اصلآ څه په یاد نه ول ، یوازې په نیولي غږ یې وویل :

-        دغه هیواد او ملت تر هرڅه ړومبی ددموکراسي ښې روزنې ته اړتیا لري.

 

 

لیکوال: عزیز نسین (ترکیه)

ژباړن : علم ګل سحر