نورمحمد سعید

بي بي سي پښتو ټکی کام

یوه مهربان قومي مشر راته کړه چې داسې چارواکي پېژنم، چې د یوې شپې په خرابات يي په افغانستان کې د یوې بې وزله کورنۍ د څو میاشتو ګوزاره کیږي.

دې خبرې مې په زړه ځای ونیو او بالاخره مې له یوه (کارپوه) سره شریکه کړه.

هغه راته د نوم نه افشا کولو په شرط ځواب داسې راکړ، چې زه هم داسې بې شمېره خلک پېژنم چې که خپل خرڅ خراجات لږ کم کړي، نو د یوه نیم چارواکي پرې د ورځې له خوا هم ښه ګوزاره کیدی شی.

ده ته مې دعبرت لپاره کیسه تېره کړه چې د بنګلادېش یوه پخواني بیروکرات په خپلو یاداشتونو کې لیکلي و، چې یو وخت يي د هېواد په دفترونو کې قلمونه موجود نه وو.

هغه لیکلي و، موږ به د درګې په قلم (نی) رسمي مکتوبونه لیکل او بیا به مو کاغذ یوه څه ځنډ لمر ته نیولی و چې وچ به شو، نو بیا به مو په دوسیه کې وټومبه.

کارپوه سمدستي راغبرګه کړه: زموږ په دفترونو کې هم یو وخت ورته حالت وو، خو بیا دا ستونزه د چارواکو د بې شمېره قربانیو او ځیرکتیا له برکته هواره شوه.

ده په داسې حال کې چې موسکی و دا هم وویل، چې افغان چارواکو له پردو نه د مرستو غوښتو په ځای له خپلو هېوادوالو مرسته وغوښته او هغه داسې چې د هغو لپاره دراغلو نړیوالو بسپنو پېسې يي هر ایره غیره ته د ورکولو پر ځای د دولتي دفترونو لپاره په قلم، کتاب او فرش و ‌ظرف رانيولو ولګولې.

د خبرې د ختمولو په انداز يي وویل: له همدې امله اوس شکر دی نه یوازې په دفترونو کې، بلکې د دفتروالو په کورونو کې هم (هر څه) پریمانه دي.

بل مثال مې هم ورکړ، چې په همدې بنګلادېش کې یو اقتصادي ماهر چې ډاکټر یونس نومیږی په یوازې سر راپورته شو او د رامین بانک په نوم يي یو داسې بانک پرانیست چې معمولاً بیوزله کسانو ته د یوه کار روزګار پیل کولو لپاره په اسانه شر‌‌طونو او بې سوده کوچني پورونه ورکوی.

ده ته مې وویل، چې ډاکټر صیب یونس دغه بانک د خپل جیب په پېسو پیل کړ، چې ټولټال اووه وېشت ډالره وو. خو اوس په ټول بنګلادېش کې ملیونونه خلک د همدې کوچنیو پورونو په وسیله د بیوزلۍ له کندې راختلي او په خپلو پښو ولاړ دي.

دغه ملیونونه خلک درې وخته د خپلو مټو د زور په وسیله او د رامین بانک د پور په مرسته حلاله روزې مومي او ډاکټر یونس ته دوعا کوي.

د خپل دلیل د لا پیاوړتیا لپاره مې دا هم وریاده کړه، چې د نوبل نړیوالې کمیټې په بنګلادېش کې د بیوزلۍ د کمولو لپاره د بې ساري هلوځلو په بدل کې ډاکټر یونس ته نوبل جایزه هم وکړه.

د کارپوه ګیله

خو (کارپوه) بیا ګیله وکړه، چې په دې لړ کې هم له یو شمېر افغان چارواکو سره د مور مېرې سلوک شوی. د نوموړي په خبره زموږ په هېواد کې ډېر چارواکي ورته کار کوي، خو د نوبل جایزې ورکونکې کمېټه ورنه بې خبره ده.

د ده دلیل داو چې له هېواد څخه د بیوزلو او بیوزلۍ د کمولو لپاره زموږ د هلو ځلو یو څرګند ثبوت، په ایران او پاکستان کې دېره ملیونونه کډوال دي.

د ه وویل: د هېواد نژدې څلور نیم یا پنځه ملیونه خلک په ګاونډیو هېوادونو او ټوله نړۍ کې خواره واره پراته دي او د اکثرو د هلته پاتې کېدو یوه وجه بیوزلې ده او له همدې امله هڅه کیږي، چې دغه بېوزله افغانان هېواد ته داخل نه شي.

ده وویل، چې د دې لپاره چې دغه بیوزله خلک له هېواده لرې وساتل شی، دومره په اخلاص او صداقت کار کیږي، چې ان د دې کډوالو لپاره د ځمکې ځانګړې شوې نومرې هم په ټول خطر سربېره غصب کړل شوې.



بل دلیل يي دا و، چې دلته د هېواد په داخل کې د ځمکو او ژوند د نورو ټولو اسانتیاوو بیې هغه ځای ته ورسول شوې، چې د بیوزله افغان لپاره په خپل هېواد کې اوسېدل ناممکن شي او که دا کار هم ونه شی، نو باید لږترلږه د هېواد په ښارونو کې ورته اوسېدل ناممکن شی.

د ده په وینا دا هر څه د دې لپاره کیږي، چې بالاخره له افغانستان څخه بیوزله کسان له خپلې بیوزلۍ سره یو ځای بهر ته کډه وکړي.

د ده په خبره، د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې په دې لړ کې خورا ډېر پرمختګ هم شوی، خو د نوبل د کمېټې په شمول هیڅ نړیواله اداره او فورم د بد نیتۍ له کبله د افغان چارواکو د ستاینې لپاره یو ټکی هم له خولې نه باسي.

د وروستۍ هڅې په توګه مې ورته وویل، چې بیوزله کورنیو ته له رامین بانک څخه د پور ورکولو لپاره د ډاکټر یونس یو شرط داو، چې باید پوراخېستونکې کورنۍ په خپل کور کې دننه په اساسي ډول پوخ جوړ شوی تشناب ولري.

په خندا يي راغبرګه کړه، چې له دې څخه معلومیږي، چې اکثر بنګالیانو په کورونو کې تشنابونه نه درلودل، خو بیا يي هم ګوزاره کوله.

بیا يي له خپلو خلکو ګیله وکړه وايي: زموږ د هېواد خلک، خو ان په خپلو ښارونو کې د لوړپوړو ودانیو په جوړېدو هم خوښ نه دي، بلکې برعکس کله نا کله په خپلو سیمو کې د سړک جوړېدو غوښتنه کوی او کله هم د کلینک د جوړېدو، چې له یوه سره ترافیکي پېښې تړلې او له بل سره هم جعلي دارودرمل.