د بي بي سي په یوه رپوټ کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د پوست ریاست د چارواکو له قوله ویل شوي، چې د دغه هېواد او ولایتونو ته پوستي ګوډونه مشخص کړل شوي دي.
دغه چارواکي وايي دا مهال د ۳۱ پوستي مرکزونو له لارې له ټولې نړۍ سره اړیکې لري
په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې د افغانستان په ولایتونو کې د مېنو، څلور لارو، واټونو د مشخصو او منل شویو قانوني نومونو نشتوالی د پوست د لېږد- رالېږد په برخه کې لویه ستونزه ده
رپوټ زیاتوي، چې اوس د دې ستونزې د هواري لپاره کوډونه ټاکل کیږي، خو که یوه لور ته د پوستې له لارې د (مساپرو) د حال احوال اخېستو کېسه زړه شوې ده، نو بل لور ته د کوډ او شمېرو په لړ کې هم اوس د ۳۹ او ۱۳ شمېرو په څېر نوې لانجې ګونجې راپورته شوي دي.
ښه به وای که د کوډونو په ځای سیمو، سړکونو او کوڅو ته نومونه ورکړل شوي وای. په دې توګه به د یو شمېر سیمو بې خونده نومونه بدل شوي وای او بل لور ته به د هغو کسانو ارمان ختلی وای، چې غواړي نوم يي په تاریخ کې او یا که دا نه وي، نو په یوه سړک او یا کوڅه کې تل پاتې شي.
همدا اوس د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د دوغ اباد او ده مزنګ په څېر نومونه شته، چې نه په کې (ده) پاتې ده او نه (دوغ).
د دې کار یوه بله ګټه به دا وه، چې د ښوونې او روزنې د پوهنتون د نوم بدلولو په اړه احتجاج به هم بې ساري نه پاتې کېده، بلکې په هره کوڅه او سړک به د نوي نوم مخالفینو او تاييد کوونکو غونډې او لاریونونه کول، چې پایله به يي په ولس کې هرومرو د سیاسي شعورد بیدارتوب په بڼه لېدل شوې وه.