زما پرشونډوله مودو مودو نه سوال پروت دی
ګلې خو ستا په دواړوسترګوکې جلال پروت دی

ياد دې باور وکه زما په زړه ورېږي داسې
ته وا چې ټول عمر په سرو شګو بلال پروت دی

شپې که هرڅو دبغاوت جنډه راپورته کړله
خو دسپوږمۍ په سپينه غاړه کې مېډال پروت دی

دا دسرکوزو غلامان دې راته نه را لېږي
زما په سر دی لنګوټی ستا په سرشال پروت دی

پښتون غرور دچا بدرنګ سرور ته نه نڅېږي
دژمي سيوری دی تر څنګه ددېوال پروت دی

وشوه موده چې مومن خان مو پړ مښکو وړی دی
وشوه موده چې دښامار په خوله کې لال پروت دی

 

محب الرحمان محب