پرون

نورمحمد سعيد

 

هغه پرون، چې تېر شو

هغه زموږ او ستاسي ګډه ماضې

هغه دټولو پرون

هغه زموږشتمنې

منم راتلونکى ښاېسته سبادى

ترپرون ډېرښاېسته

ممکن ترنن هم ښه وي

خوزموږتېر وختونه

هغه زموږ زمانه

ښه وه که بده وه

هرڅنګه، چې وه

زموږ يادونه ساتي

څنګه يي هېره کړمه

اوله پرونه پرته

سباودان کړم څنګه ؟

 

دع، ن،عالم له (ياد) نومي نظم نه ماخوذ