يو حقيقت، چې له ډېرو هير دى

لیکونکی نورمحمد سعيد

 

ويل کيږي، چې کله ځينې اروپايي مورخين د اروپا د پرمختګ کيسې کوي، نو يو حقيقت ځينې هير شي او يا پرې سترګې پټې کړي. سربېره په دې  هم دا حقيقت، چې د اروپا په پرمختګ کې د اسيايي ټولنو رول څومره اهميت درلود، لږترلږه يوه اروپايي مورخ ډونالډ ايف لاش نه دى پټ کړى او يا يې ورته پام شوى دی. د ده په وينا، کله، چې اروپا وروسته پاتې وه او ايله د پرمختګ لپاره يې لاس و پښې وهل پيل کړي وو، نو له کارخانه دارو نيولې د ګرمو مسالو تر اروپايي تجارانو پورې ټول اړ وو، چې د هند او چين سفرونه وکړي. دى وايي، دغو اروپايي سوداګرو او کارخانه دارو به له راستنيدو وروسته خپلو خلکو ته د اسيايي هيوادونو د پرمختګ کيسې کولې او دوى به يې هم له هغو نه زده کړې کولو ته رابلل. د دې مورخ په وينا په هغه وخت کې له اسيا نه اروپا ته د هيچا نه تګ دا ثابتوي، چې اسيايان دې کار ته اړ نه وو. په هر صورت که له دې تاريخي بحث نه تير هم شو نواوس، چې د هند، چين ، جاپان او يو شمېر نورو هيوادونو په ګډون اسيا او اروپا ټولو پرمختګ کړى او يوازې زموږ د هيواد غوندې غيرزراعتي او غيرصنعتي هيوادونه وروسته پاتې دي، يو بل حقيقت هم شته، چې د پرمختګ راز په کې نغښتى.
له چين نه نيولې تر اروپا پورې د هر پرمختګ تر شا د شنو کروندو حقيقت پروت دی. دا د منلو ده، چې صنعت، بانکداري، ښه منيجمنټ او حکومتداري هم د پرمختګ بنسټونه دي. دغه راز تعليم او په تيره ساينسي تعليم داسې يو حقيقت دى، چې له دې پرته پرمختګ خو څه، چې د سم ژوند تيرول هم ناشوني دي. په دې هرڅه سربيره هم د تاريخ مطالعه دا رازده کوي، چې که څوک د خپل قام لپاره د هوسا ژوند هيله لري، نوکروندې دې وکري. د اروپا د پرمختګونو په لړ کې يو لږ عجيبه خو رښتينى مثال به دا خبره نوره هم واضح کړي. ويل کيږي، چې کله په بريتانيا کې خلکو کرنې ته مخه کړه، نو لومړى يې د اوبو، کيميايي سرې او بازارونو ته د لارو غم وکړ. دا چې هلته فيوډالي نظام مسلط و، نو ډيری پراخ ډاګونه د يو څو تنو ملکيت و. دوى د خپلو ځمکو له ابادولو وروسته تر دې ځمکو ديوالونه او يا هم اغزي لرونکي تارونه راتاو کړل. د دې کار تاوان دا شو، چې د غريبو مال پالونکو لپاره پراخې ورشوګانې له منځه ولاړې. د يوه عادي شپانه لپاره يو څو پسونه پالل هم ګران شول. دا نو د بدلون پيلامه وه، ځينې کره کتونکي په دې اند دي، چې د اروپا صنعتي انقلاب بايد انقلاب ونه بلل شي، ځکه د دوى په وينا انقلاب هغه بدلون ته ويل کيږي، چې يو ناڅاپه راوستل شي. ځکه نو د طبيعي بدلون له مخې په کرارکرار د بريتانيا دغه وزګار شپانه هم د مظاهرو اړودوړ او يا له خونړيو انقلابونو پرته د خپل هيواد ښارونو ته وکوچيدل. هلته په ښارونوکې يو ناڅاپه د دومره ډېرو وزګارو خلکو ورتګ د هغه وخت حکومتونه وارخطا نه کړل، بلکې دوى له تدبير نه کار واخيست، دغه ټول يا له دغو نه ډيری شپانه يې په کارخانو کې په کار وګمارل. شپنو ته روزګار پيدا شو او کارخانه دارو ته ارزانه مزدوران. بيا وروسته، چې مزدورانو د اتحاديو په جوړولو څه ترلاسه کړل او کوچيتوب او مالداري څنګه په کرنيزو او حيواني فارم جوړونه و واو ښته دا بيلې او اوږدې کيسې دي. کومه خبره، چې زموږ د بحث محور دى هغه دا، چې که په تير کې و او که اوس او يا هم په راتلونکې کې د پرمختګ او هوساينې لپاره د نورو علتونو ترڅنګ يو ستر فاكتور کرنه ده. که زموږ په خپل لاس هم نه وي، خو اوس زموږ په هيواد کې هم د يوه انقلابي خو نه بلکې د يوه طبيعي بدلون پيلامه تر سترګو کيږي. د عام ولس ډيرۍ برخه د خپل ژوند او د خپل راتلونکي نسل د هوسا ژوند لپاره د بيلابيلو لارو چارو په لټون کې دي. په داسې حال کې د ښه منجمنټ د زده کړې ترڅنګ کرنې ته توجه ورکول ډېر اړين دي.
زموږ هيواد د خداى تعالى (ج) په فضل د اوبو له پريمانه زيرمو سره پراخ حاصل خيز ډاګونه هم لري. په افغانستان کې د دوبۍ په څير بانکي سيسټم جوړول، د ګاډو اويا ښاري ځمکو کاروبار رواجول ممکن لږ شمېر خلک ښه شتمن کړي، خو د عام ولس د هوساينې او خير ښيګړې لپاره کرنې او مالدارۍ ته له توجه پرته بله هيڅ لار هم نشته. په دې لړ کې ډېر لرې تګ ته هم اړتيا نشته، د چين، پخواني شوروي جمهوريتونو، هندوستان او پاکستان په څير ګاونډيو هيوادونو له تجربو نه هم ګټه اخستل کيداى شي. په لږو وسايلو او شته امکاناتو ډېر څه ترسره کيدلاى شي. يوازې پيل کولو او ښه نيت ته اړتيا ده او بس!