غزل

بې رحمي چې ده په يار كې

ومې نه ليده اغيار كې

 

ددوستانو ګذار مات كړم

دښمنان مې وو په څار كې

 

ټول سيالان مې دي په غره كې

سارى نه لرم په ښار كې

 

څراغونه ګرځومه

دشبكورو په بازار كې

 

نه مې وروسته او نه وړاندي

منتظر دي څوك په لار كې

 

يو لمبه شي بل رڼا شي

داتړاو دى نور او نار كې

 

نور سعيد