يوډاكټرچې لونګينې خبرې كوي

 ليك : نورمحمد سعيد

 په شعر كې دخپل زړه رښتينى اواز په نوي او هنري انداز وړاندې كول دهرچا د توان خبره نه ده . هغه هم داسې چې په ډېرو لږو تورو او كلمو كې پراخه معنى نغښتې وي . دتورو او كلمو په مټ په انځوريز ډول ديوه مفهوم ادا كول د يوه شاعر وړتيا او دهغه دتخيل قوت په ګوته كوي .  داهم ده چې ستر شاعران سپينې خبرې كه كوي هم نو په داسې انداز چې نه سيخ سوى او نه كباب . له سترو شاعرانو نه ديوه دخولې خبره ده چې وايي خبره مونث ده نو تل بايد په ستر كې وي . داسې كيږي او كه نه كيږي يا كول پكار دي او كه نه دي پكار زه پرې نه پوهيږم ، خو دومره ضرور پوهيږم چې ستر  شاعران شعرنه جوړوي  ! بلكې داسې ښكاري لكه چې  شاعري ددوى لپاره جوړه ده  . بس ددوى كار پكې دخپلې خوښې مرغلرې په يوه تار پيل او خپل لوستونكي ته وړاندې كول وي . او دخوند خبره پكې داده چې ، ښه شاعران ښكاره ده چې كه له يوې خوا  قادرالكلام وي نو بله خوا په دې سربيره دواضح فكر او نظرخاوندان هم وي  ،  ځكه يي خبره هر سړى دځان خبره بولي . يعني هرچاته دخپل زړه اواز ښكاري . بله داچې دښه هنري استعداد ددرلودلو له وجهې يي شعر ځينو ته ډېر اسان او ساده ښكاري . دوى داسې فكر كوي چې شايد دومره اسان شعر جوړول به هيڅ كوم مشكل كار نه وي . خو حقيقت دادى چې، دښو شاعرانو دغه شعرونه چې موږ ته اسان او ساده ښكاري په اصل كې دهنرمندو ذهنونو په جوهري كارخانو كې له تراش خراش نه وروسته په پالش شكل زموږ مخ ته اېښودل كيږي . ځكه دهغو شاعرانو خبره چې په لنډو ټكو كې پراخ مطلب راخستى وي له زړه را وتلې خبره وي او په زړونو ښه لګيږي . له داسې شاعرانو نه يو چې ، په لږو تورو او كلمو كې سترې خبرې كوي ښاغلى ډاكټر اكبر اكبر دى . ډاكټر اكبر په خټه دسوات يوسفزى پښتون دى ځكه يې په خبره كې دسوات دغرنيو ګلونو نه دراټول شوى ګبين خواږه هم شته . په لحجه كې يي ديوسفزو قاطعيت هم تر سترګو كيږي . ډاكټر محمد اكبر اكبر د ښاغلي ننګ يوسفزي زوى، په ۱۳۳۶ لمريز كال د غبرګولي په ۲۴ نېټه زېږېدلى او تر منځنيو زده كړو وروسته د ننګرهار پوهنتون د طب په پوهنځي او د پېښور په خيبر طب پوهنځي كې زده كړې ترسره كړې دي. د طب په برخه كې نورې لوړې زده كړې يې د بريتانيې په ايډنبرا پوهنتون كې سر ته رسولې دي.ډاكتر اكبر سره له دې، چې د مسلك له لحاظه يو جراح ډاكتر دى، يو خوږ ژبى شاعر، يو ژمن ژورنالست او يو ښه او د پاخه نثر ليكوال هم دى. څه موده يې په بي بي سي راډيو كې كار كړى او اوس په كابل كې د يوې تعليمي موسسې مشر دى. تراوسه د ډاكتر اكبر څو شعري او نثري كتابونه چاپ او خپاره شوي دي، مراندې، د ګوتو خاپې او لمر، شپه او ګل د هغه شعري ټولګې او سېپۍ يې د لنډو كيسو ټولګه ده

دخوند خبره داده چې دبل هر زړه ور پښتون په څېرډاكټر اكبر هم هيڅ كله ژوولې خبره  نه كوي ، هر څه چې ويل غواړي ، سپينه او په ډاك يي وايي . حتى داوږدو بحرونو په ځاى دخپل شعر لپاره بحر هم لنډ خوښوي ، خو داسې چې خبره يي كړس شي او په زړه ولګي .

                                                   شپه ده سحر وغواړه

                                                  شمع نه !  لمر وغواړه

ددرنو ناقابل فهمه اصطلاح ګانو په ځاى پاكه او سوچه پښتو كاروي . چې هم پرې لوستونكى وپوهيږي او هم شاعر په اسانۍ خپله خبره تر بله ورسوي . دارښتيا ده چې په شعر كې دډېرونصيحتونو رانغاړل كله كله دشعر هنرې ښكلا ته ممكن زيان واړوي . خو دلته هم وينو چې ډاكټر صيب كه څه هم ترډېره حده په خپلو شعرونو كې دژورو فكرونو خبرې كوي خو ، كله يي هم په شعر كې هغه وچوالي يا بې كيفې چې عموماً په نصيحت اميزه شعرونو كې وي نه وينو . د ډاكټر اكبر شعر له خواږه موسيقيت سره روان او په زړه او ذهن اثر كونكى دى .

دډاكټر اكبر په شعر كې كه ډېر او بي ځايه يا له مصنوعيت نه ډك توري او كلمې نه وينو خو موضوعګانې پكې بې حسابه دي . ډاكټرصيب په بلها موضوعاتو په خپل انداز له خپل لوستونكي سره دشعر په ورېښمينه ژبه غږيږي  .. ډاكټرصيب اكبر دانسان خبرې انسان ته كوي او نن سبا چې زموږ دسيمي كم نصيب انسان له كوم حال سره مخ دى نو په داسې وخت كې دانسان دښيګړې په هكله دفكركونكو په هكله درويش درانى صيب فرمايي .

                                                       يوڅوك مې پرورغوي باندي بله ډيوه كښېږدي

                                                       دميني په مزل كي چي تورتم راځي په مخه

په روانه پسته ژبه له انسان سره دميني سندربول او په سوچه پښتو ژبه دغرونو په څير دنګو او ګړنګونو په څير ژورو فكرونو ترجمان شاعر ډاكټر اكبر اكبر چې كله هم دشعري هنر په لار دبل په پله پل نه ږدي په خپله ژبه داسې وايي .                                                       

 

 

                                                 غزل


څوك خو به زخمونه د ګلونو غوندې پرانيزي
څو شېبې سپرلي به د كلونو غوندې پرانيزي
مينه به د رنګ په تناوونو غره ته وخېژي
ټال به د بوډۍ، د اسمانونو غوندې پرانيزي
اوښكې به د پرخو پر لمنو د شپو غونډې كړي
ورځ به د سهار د ګرېوانونو غوندې پرانيزي
بيا به كشمالي د دېوالونو سر ته وخېژي
بيا به تور پلو د ماښامونو غوندې پرانيزي
تهې د ايرو به د خوږلن له مخه وڅنډي
څرك به د سپرغيو د اورونو غوندې پرانيزي
بيا به مو سرونو ته خمار د ملو وخېژي
خُم به ګلالى ساقي د زړونو غوندې پرانيزي
ليك به د پټ مخو صحيفو د ښكلا ولولو
رب به يې د بندو كتابونو غوندې پرانيزي
لاس به د عمرونو د سوالونو ورته پورته كړو
مخ به د جومات د محرابونو غوندې پرانيزي
بخت به مو په تور ورغوي، ستوري ډېوې بلې كړي
موټي به د لنډو ماښامونو غوندې پرانيزي
دا چې په لالونو د وطن منجيله شوي دي
دوى ته به نسونه د قبرونو غوندې پرانيزي
خير كه اندېښمن فكر مې تت ښكاري ملګرو ته
لاره به سپرو ته د ګردونو غوندې پرانيزي.

2004_11_26، لندن