دڅلورلارې دكان

RICHARD  H . FIELD

دڅلورلارې دكان ګوره

دشيشه ګري دصنعت هسك دى

پوړ په پوړ له شيشو جوړې الماريانې

هم پكې اطلس كمخواب دې

ستوري هم لري سپوږمئ هم

دختيځ لوېدېځ انتيق شته

دسپوږمۍ له رڼا جوړصنم پكې دي

كالي، مرغلرې ، جهومرونه ، ښايسته رڼكى

فرش يي جوړ دى له مرمرو

چهت يي هم دى دبلورو

يوه خځله راتلاى نشي

له دباندې له كوڅې نه

دنړۍ شته پكې ټول شته

هو.....خلوص وركې نشته

 

ژباړه نورمحمد سعيد