د ليننګراد هديره

د ليننګراد ښار ته څيرمه په يوه پراخ شنه ميدان کې هغه لكونه ښاريان ښخ دي، چې د نړيوالې جګړې پر مهال د دې ښار د درې كلنې كلابندۍ پر مهال ووژل شول.

په دې ميدان کې ځاى پرځاى اوږدې تيږې ولاړې دي، چې د هيچا نوم هم پرې نه دى ليكلى، يوازې د مړينې نيټه پرې كښل شوې. د مړو عزيزان او ټولې نوې واده شوې جوړې راځي او دغو ډبرينو، بې نومه شناختو ته د ګلونو ګيډۍ ږدي. په پاى كې د يوې سپين سرې ښځې مجسمه ولاړه ده، چې د ګلونو غړوندى (هار) يې په لاسونو كې دى.

 

 په يخو تيږو

په زيړبخنو تيږو

 د تودې وينې غوندې

 د ګلو څاڅكي پراته

شناختې بې نومه دې خو

په هريوه ګل باندې يو نوم ليكلى

د خوبولي غافل

او چې يې ژاړي په ياد

چې يې خپل فرض پوره كړه

د خپلو وينو په څادرونو كې پټ

زامن ويده شول په خوب،

يوازې مور ويښه ده،

 

 

شاعر: فيض احمد فيض

ژباړه: نورمحمد سعيد