غزل


دلته له وچو شونډو ،دژوند نغمه هېره ده

چې به يې زړه تخناوه ،هغه کېسه هيره ده


دکشمالو پر پوله ،دشنو بنګړو ماتيدل

دکليوالې چټې هغه شيبه هېره ده


جانانه دواړه ګرم يو ،سرپسي مه ګرځوه

له مانه ورځ هېره ده ،له تانه شپه هېره ده


شيخه قربان دې شمه ، ما ليونی مه بوله

که له ما داهېره شوه ،له تا هغه هيره ده


زيړ مازيګر بيليده ،دسعيد نه هيريږي

که نه له ټول کلي نه ،ستا هنګامه هېره ده


نورمحمد سعيد - کابل -دسلواغې  15 مه 1388