غزل خدایه چې غواړم یی، هغه راځنې لیرې ګرځي ټول رانژدې دي، خو یوه راځنې لیرې ګرځي که ګلاب نه یمه، دپوندې اغزی هم نه یمه حیران په دې یم چې وږمه راځنې لیری ګرځی زه دخپل خان پرخوا روان یم ، رسېدلی نه یم په دې سفر کي مي سایه راځنې لیری ګرځي زما په زړه خو هسي هم بله لمبه دمینی په کار مي نه ده ،که ډېوه راځنې لیرې ګرځي ارمان مي ستا له اننګو په ژړاته، ویل یې کاڼی درود یم ،آئینه راځنې لیرې ګرځي ۱۳۷۳/۳/۷ څارندوی مېنه کابل