سوګند

ډير تیر شوي اخترونه او تیریږي

بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي

کله کله چې رایادې یې وعدې شي

دا ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي

خدایه ته یې زړه دمخ په شاني سپين کړي

د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي

په وړو وړو خبرو سوګند اخلي

چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي

زما يار داسي یاغي او  مرور دي

د اختر په ورځ هم  نه را پخلا کيږي

د آرین جانان  دي داسي نازولې

تل خفه وي خدایه هیڅ نه پخلا کیږي

په ادبي او فرهنګي مینه ستاسو کشر ورور محمدالله آرین احمدزی