د شنبې په ورځ استرالیایي چارواکو ۲۹ تنه سریلانکایي کډوال چې دوه پکې ۱۲ کلن ماشومان ول په سمندر کې تر نیول کیدو وروسته بیرته سریلانکا ته واستول.

یاد کسان د ایکسمات سیمې ته نږدې په یوه داسې کشتۍ وموندل شول چې د استرالیا د سرحدي چارواکو په وینا بیرته ستنول یې خطرناک وو، ځکه کشتۍ تخریب شوې ښکاریده او بیرته سریلانکا ته د ستنولو په صورت کې ممکن ډوبه شوې وې.

چارواکي وایي، د کشتۍ د خرابوالي له امله پکې سپاره ټول ناقانونه کډوال یې استرالیا ته راوړل شول چې د استرالیا د مهاجرت مسولینو بیرته په الوتکه کې سریلانکا ته انتقال کړل.

د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن په دې باور دی چې یاد کډوال د نیوزیلینډ په لور روان وو.

نوموړي همداراز د اپوزوسیون د مشر بېل شارټن په هغو خبرو هم نیوکه وکړه چې کډوال پکې نیوزیلینډ ته د تګ لپاره هڅول شوي وو.

ډوټن وویل، "داسې خبرې د قاچاق وړونکو لپاره یوه فرصت جوړوي ترڅو کډوال په دې راضي کړي چې استرالیا ته د شاته دروازې لخوا یعنې د نیوزیلینډ له لارې راداخلیدې شي."